قرغیزستان ته د ولسمشر غني سفر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

جمهوررئیس غني د پنجشنبې په ورځ سهار د لوړيوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته ولاړ. د سفر موخه یې دشاهنګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناستې کې ګډون او وینا وه. جمهوررئیس له یاد سفر څخه د اعظمي استفادې لپاره د قزاقستان جمهوررئیس، د ولسي چین جمهوررئیس، د ازبکستان، تاجکستان او قرغیزستان ولسمشرانو او د هند لومړي وزیر سره جلا جلا ناستې لرلې.

په دغو کتنو ولسمشر غني له یادو مشرانو سره د افغان سولې، سیمه ییز اتصال، اقتصادي همکاریو، ترانزیت، د شویو تفاهم لیکونو د تطبیق او د پیل شویو پروژ، د چارو د چټکولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې افغان سوله کې د همکارۍ په موخه دې د سیمې هیوادونه خپلې همکارۍ منظمې او همغږې کړې او له وسله والو طالبانو سره د انفرادي لیدنو او اړیکو پرځای یې د سولې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کول مهم وبلل.

ولسمشر غني وویل، سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې هیوادونو د اقتصادي ودې، ثبات او همکاریو لپاره ګټور دی. سوله د افغانانو لویه هیله  او د افغان دلت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی چې هغه ته د رسېد لپاره عملي هڅې کوي.

د هندو لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، د افغانستان امنیت ورته ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې هم له افغانستان څخه درېغ نه کړي. همدارنګه د یادو هیوادونو مشرانو هم ترهګرۍ سره  د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه او د افغانانو سرښندنې وستایلې. هغوی ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د افغانستان ترڅنګ ودرېږي.

د دغو بېلابېلو هیوادونو ولسمشرانو د خپلو دولتونو په استازیتوب له افغانستان سره د سولې پروسې په ګډن پّ بېلابېلو  برخو کې د همکاریو ژمنې تازه کړې. دوی همدارنګه له افغانستان سرهر د اقتصادي همکاریو، ترانزیت، پانګونې او نورو برخو کې په همکاریو هم ټینګار وکړ او د چین ولسمشر په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله او ولسمشر غني ته یې ډاډ ورکړ چې پاکستاني مقاماتو سره په کتنه کې به هغوی په افغان سوله  کې همکارۍ او له  افغان دولت سره د دوستانه مناسباتو لرلو ته وهڅوي.

جمهوررئیس غني د دوی له مرستو څخه په مننې وویل، افغانستان د پاکستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ هیوادونو سره  دوستانه مناسبات غواړي. نوموړي همدارنګه په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د دغو هیوادونو د مرستو جلا جلا قدرداني وکړه او وې ویل افغانستان خپل مسیر موندلای دی او د سیمه ییزې همکارۍ، اتصال او اقتصادي فعالیتونو له لارې به ډېر له خپلو منابعو او ظرفیتونو څخه د موثرې استفادې لپاره عملي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني په هر بهرني سفر کې د بېلابېلو هیوادونو مشرانو سره  په  کتنو کې هغوی د افغانستان د موقعیت ارزښت او دېته متوجه کړي دي چې څنګه خپلې همکارۍ له افغانستان سره زیاتې کړي. د نوموړي د همدغو هڅو او اقداماتو له برکته افغانستان لا هم د سیمې او نړۍ د هیوادونو د توجه په محراق کې قررا لري.