طالب له چا سره او ولې جګړه کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

په افغانستان کې د ټولو ستونزو او بدمرغیو مورینه روانه بدمرغه جګړه ده، هغه جګړه چې هره ورځ زموږ عام هیوادوال په کې شهیدانېږي. دغه جګړه هیڅ توجیه نه لري او نه هم هیڅ لوري ته د منلو او زغملو وړ ده، نو پکار دی چې په جګړه کې ښکېل لوري د سیاسي حل او جوړجاړي له لارې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

دا ټولو ته معلومه ده چې د جګړې ګټه یوازې او یوازې بهرنیانو ته ورځي او تاوان یې زموږ بېچاره ملت ګالي، ځکه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې زموږ هیواد تباه شو، تاسیسات ویجاړ شول، نظام رانسکور او کاواکه شو، ملي اردو او پوځ مو وپاشل شول، هیوادوال مو کډوال شول او داسې نورې ډېرې بدې ورځې مو ولیدلې چې د نړۍ په هیڅ هیواد کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حمدالله محب له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وويل چې طالب هېڅکله هم خپلې جګړې ته د پای ټکی نشي اېښودلی. ځکه چې دوی په خپل واک کې نه دي او د بل له لاس لاندې خلک دي. او مشران یې چې څه ورته وايي دوی همغه تر سره کوي. له طالب سره حتا د خپلې ډوډۍ او بهرنیو هیوادونو ته د سفر روپۍ نه لري او نه هم د دې وس او توان لري چې دوی پرې سپکې او درنې وسلې واخلي  او بهرنیو هیوادونو  ته  پکې سفرونه  وکړي. د دوی تر شا حتما قوي ملاتړي ولاړ دي او هر ډول مرستې ته چې ضرورت ولري هغوی یې ورته سمدستي تر سره کوي.

نو اوس دوه خبرې دي چې که وسله والو طالبانو سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېښوده، اوربند یې اعلان کړ، له جنګ او افغان وژنې یې لاس واخیست، نو دا مانا چې دوی هم خپل اختیار لري، هم له وطن او ولس سره خواخوږي لري او هم د هیواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ اراده او برنامه لري، مګر که د تېر په څېر یې یوازې او یوازې جنګ ته ادامه ورکړه، انتحار او انفجار یې جاري وساته، نو دا مانا چې دوی د پردیو لپاره جنګېږي او د هیواد د ابادۍ پرځای د هیواد د بربادۍ پلویان دي.

 

په افغانستان کې چې کومه جګړه روانه ده د دې ټولو تر شا د پاکستان لاس دې افغانسان دې ته نه پرېږي چې پرمختګ وکړي. پاکستان په خپل هیواد کې جګړه مارې ډلې روزي او بیا یې د افغان حکومت پر وړاندې جنګوي. خو له کله نه چې دوی دې جګړې ته دوام ورکړی دې تر نن ورځې یو روپۍ ګټه هم ځان ته نده اړولې او ښه پرېمانه تاوانونه یې کړي دي.

تر دې مهاله د وسله والو طالبانو په جګړه کې یوازې او یوازې افغان ماشوم، افغان مېرمن، افغان سپین ږیری، عالم او نور وژل شوي دي او ټول تاوان د جګړې زموږ ولس او خلکو ته رسېدلی دی ، نو له دې څخه معلومېږي چې دوی له افغان ولس سره په جګړه دي، نو پکار دی چې له دغې جګړې څخه لاس واخلي.