روسان، طالبان او افغان سیاسیون څه غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

په مسکو کې د افغانستان او روسیې ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمی کلیزی په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وسله والو طالبانو استازو او د حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر افغان سیاسیونو هم ګډون درلود. د سولې عالي شورا ډلې د غړو مشری  د سولی عالې شورا مشر کریم خلیلی کوله او بله ډله د سیاسیونو ډله وه چې مشری یې پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوله تللی وه .

د طالبانو د ۱۴ کسیزې ډلې مشري ملا عبدالغنی برادر کوله. د دې ترڅنګ دغې ناستی ته یو شمیر ولسمشریزو ټاکنونوماندان هم ورغلی وو .

دغه ناسته د روسیې په استازیتوب رابلل شوی وه چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پاللو تر څنګ پکی په افغان سوله هم خبری وشوی ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف د غونډی ګډونوالو ته وویل چې (افغانان باید خپلمنځی خبری وکړی ، زه باور لرم چې بین الاافغانی خبری کولی شی په افغانستان کې د تل پاتی سولې لامل شی) .

روسیه هم د پاکستان رول لوبوي، له یوې خوا په بین الافغانی خبرو ډېر ټینګار کوي او له بل لوري  په پټه له طالبانو سره د وسلو او مهماتو په برخه کې همکاری کو. دوی د داعش د ځپلو په پلمه دا کار کوي، مګر په حقیقت کې په وسله والو طالبانو چې زور راشي، نو د داعش لیکو سره یوځای کېږي.

که روسیه په رښتیا هم د داعش ځپل غواړي، نو له افغان دولت سره دې مرسته وکړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمټ داعش له منځه یوسي او نابود یې کړي. افغان حکومت روسیې ته ډیر ځل له طالبانو سره د وسلو او مهماتو د همکاری شکایتونه کړي او غوښتنه یې تری کړی چې له طالبانو سره د وسلو او مهماتو همکاری مه کوئ بلکی موږ سره د سولی لپاره همکاری وکړی تر څو په افغانستان کې جګړه ختمه شی .

د غونډی یوه موضوع له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل وو چې په لمړی سر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل باید له افغانستان څخه بهرنی ځواکونه ووځی تر څو بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره شی ، د طالبانو مرستیال ملا عبدالغنی برادر هم ټینګار وکړ چې باید د سولی پر وړاندی شته خنډونه له منځه یوړل شی تر څو بین الافغان خبرو او تل پاتی سولی ته لاره هواره شی، مګر تر هغو چې وسله وال طالبان له تروریستي ډلو او ګروپونو څخه لاس وانخلي او د سولې لاره اختیار نه کړي، نو تر هغو به بهرني ځواکونه ونه وځي..

طالبان ، روسیه او ځینی نور هیوادونه پدی اند دی چې په افغانستان کې د تل پاتی سولی او بین الافغانی خبرو تر ټولو غټ خنډ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ده چې طالبان بین الافغانی خبرو ته نه پریږدي، مګر دا د دوی لپاره یوه پلمه ده او دوی غواړي چې د بهرنیانو په وتلو سره د روسیې، پاکستان او ایران نفوذ ته زمینه برابره کړي ، مګر دوی به هیڅ وخت هم  خپلې دغې شومې موخې او هدف ته ونه رسېږي.