امریکايي قوماندان: افغان او امریکایي سرتیري مجاهدین دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د سمندري قواو قوماندان جنرال رابرت نیلر په افغانستان کې د طالبانو او داعش د اعمالو په انتقاد ویلي دي چې دغه ډلې مجاهدین ندي بلکه د هغه په وینا په افغانستان کې اصلي مجاهدین افغان او امریکایي سرتیري دي.

جنرال نیلر په پنتاگون کې په یو خبري کنفرانس کې وویل "تروریستان ځان ته 'مجاهدین' وایي خو ندي، هغوی جنایتکاران او مرتد دي چې د اسلام تر پردې شاته یې ځانونه پټ کړي. هغوی مخدره مواد خرڅوي، بېگناه خلک وژني او دا غیر اسلامي کار دی

".

دا پداسې حال کې دي چې طالبان او داعش افغان ځواکونه ملحد او امریکایي ځواکونه اشغالگر بولي او تل یې په افغانستان کې خپل تاوتریخوالی او یاغیگري "جهاد" گڼلی دی.

دغه امریکایي جنرال پدې خبري کنفرانس کې همداشان وویل د طالبانو مشران پخپله د افغانستان نه بهر په امن کې ژوند کوي او ځوانان په پرله پسې توگه مرگ ته استوي. د هغه په وینا دغه مشران ددې لایق ندي چې ځان ته "مجاهدین" ووایي.

دغه امریکایي جنرال وایي د افغانستان کړکیچ په سیاسي حل لارې پای رسیدای شي او زیاته یې کړ چې د طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې له پلان نه ملاتړ کوي او هیله یې څرگنده کړه چې طالبان خپله لاره بدله کړي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او په انتخاباتو او سیاسي پروسې کې گډون وکړي.

له دې دمخه د امریکا د دفاع وزیر ویلي وو چې طالبانو د انتخاباتو په پرتله جنگ ښه بللی دی. همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل کولو په غبرگون کې ویلي وو چې دا ډله باید د ټوپک پر ځای انتخاباتو ته مخه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو په ١٩٨٠ لسیزه کې کله افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو اشغال کړی و د افغانستان د جهاد او جهادي ډلو نه ملاتړ کاوه.