پمپیو: کوریا ټاپوزمې کې "د تاریخ د مسیر بدلولو" فرصت برابر شوی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پمپیو وایې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره مخامخ ملاقات وکړي.

د لیدنې دقیقه نیټه معلومه نه ده خو ګمان کیږي چې دواړه مشران به د روانې میاشتې په جریان کې یا د جون میاشتې په لومړیو کې سره وویني.

پمپیو د بهرنیو چارو په وزارت کې تر لوړې وروسته، د چهارشنبې په ورځ [مې ۲] د ولسمشر ټرمپ په حضور کې وویل چې دا لیدنه "یو بې ساری فرصت برابر کړی چې د کوریا په ټاپوزمې کې د تاریخ مسیر بدل کړای شي

."

پمپیو ټینګار وکړ چې تیرې تیروتنې به نه تکراریږي، "موږ د شمالي کوریا د ډله ایزو وژنو د وسلو پروګرام د دایمي، تصدیق وړ او په نه بدلېدونکي ډول منځه وړلو ته ژمن یو."

ځېنې کارپوهان وایې چې د بهرنیو چارو وزارت ته د ټرمپ ورتګ دا څرګندوي چې پمپیو د ولسمشر اعتماد ګټلی او د هغه په پوره ملاتړ به د امریکا بهرنی سیاست پرمخ بوځي.

د هرټیج بنیاد غړی، نیل ګارډینر وایې پمپیو به "د عمل پوره خپلواکي او نفوذ ولري."

د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتان تمه لري چې نوی وزیر یې پدغه وزارت کې تشې څوکۍ ډکې کړي او سفارتونو ته سفیران معرفي کړي.