کېدای شي ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ژر پاکستان ته سفر وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پېښور کې یو افغان سفارتکار وایي، کېدای شي یوه لوړرتبه پلاوی په نیژدې ورځو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په مقصد د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

د مطبوعاتي رپوټونو په اساس په پېښور کې افغان جنرل کونسل محمد معین مرستیال ویلي، تمه څرګندېږي چې افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په څو ورځو کې پاکستان ته لاړ شي.

ښاغلي مرستیال د شورو- چارشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې د افغان حکومت له خوا دا سفر د اسلام اباد او کابل تر منځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره ډېر ارزښتمن بللی

.

د افغان ولسمشر او اجراییه رییس د سفر په اړه پخپله کابل او اسلام اباد لا تر اوسه څه نه دي ویلي، خو که دا سفر تایید شي نو دا به په تېرو څو کلونو کې د افغان حکومت تر ټولو لوړرتبه پلاوی وي چې اسلام اباد ته سفر وکړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال مو په ټولنیزه رسنۍ فېسبوک د دې سفر په اړه وپوښتل، هغه وي.او.اې ډیوه ته تش دومره وویل چې "تر اوسه معلومه نه ده".

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې له څو کلونو خرابې وې، خو تېره میاشت چې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو د سرحدي سرتېرو تر منځ نښته وشوه او په نتیجه کې یې د پاکستان پینځه سرحدي سرتېري و وژل شول او نهه نور ټپیان شول نو د دوی تر منځ یې نور هم فاصلې پیدا کړې.

جنرل کونسل ښاغلي معین مرستیال د ولسمشر غني د ادارې او وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو د پرمختګ په اړه هیله مندي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې وسلوال به له افغان حکومت سره په هېواد کې د امن د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي معین وسلوال طالبان مرور خلک بللي او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان دوښمنان نه دي. ښاغلی مرستیال وایي:

"زه ډاډمن یم چې افغان طالبان به په هېواد کې د همېشني امن لپاره د افغان حکومت د اقداماتو ملاتړ وکړي".

وسلوالو طالبانو لا د افغان حکومت د امن پلان ته- چې د فبرورۍ په ۲۸مه یې وړاندې کړ- څه ځواب نه دی ویلی او نه یې له افغان حکومت سره له خبرو اترو ښکاره انکار کړی دی، خو ویلي یې دي چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.