طالبانو د یوناما ماموریت غځیدو د هرکلي ترڅنګ ددغې ادارې په ښه استازیتوب ټینګار کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د ماموریت د غځیدو د پریکړې د اعلان وروسته د طالبانو حکومت ددې پریکړې څخه د هرکلي په ترڅ کې له یوناما غوښتي چې په ښه ډول دې استازیتوب وکړي او افغانستان دې نړۍ سره ونښلوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ماموریت وغځوه.

د امنیت شورا د ۲۷۲۷ نمبر پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شو او د شورا ټولو ۱۵ غړیو یې په طرفدارۍ رایې ورکړې.

ددغه پریکړه لیک له مخې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدید شو.

په پریکړه لیک په افغانستان کې د یوناما، د ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د حضور دوام مهم بلل شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا دغې پریکړې ته په غبرګون کې ویلي، دا اقدام د افغانستان په ګټه دی او دا ځکه چې دا هیواد نورو هیوادونو او سازمانونو سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې به کار وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "د افغانستان د خلکوغوښتنه داده چې یوناما په ښه ډول استازیتوب وکړي او نړۍ سره افغانستان ونښلوي او همداشان د افغانستان پرمختګونه، لاس ته راوړنې، په افغانستان کې امنیت او ثبات نړۍ ته منعکس کړي ترڅو په هغو هیوادونو کې چې اندیښنې لري یو عمومي ډاډ رامنځ ته کړي".

د طالبانو د حکومت ویاند د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په یوه غږیزه مرکه کې له یوناما دا هم غوښتي چې د دپلوماتیکو اړیکو په تړاو دې خپله دنده ترسره کړي او کومې مسلې چې لا هم حل شوي نه دي د هیوادونو سره دې د افهام او تفهیم له لارې هوارې کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ددغې ډلې حکومت ته وسپارل شي، د افغانستان شتمنۍ دې خلاصې شي او د طالبانو پر حکومت دې د بندیزونو او فشار د اچولو چې هغه بې ځایه ګڼلي مخه ونیسي.

ذبیح الله مجاهد دې ته په اشارې چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو او ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، ټینګار کړی چې یوناما د هغو هیوادونو سره چې افغانستان سره ښې اړیکې نلري کولی شي منځګړیتوب وکړي.

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې همدارنګه د افغانستان د ټولو سیاسي فعالینو او شریکانو او نورو نړیوالو سازمانانو د استازو څخه غوښتل شوي چې د یوناما سره د ماموریت په پلي کولو کې خپلې چارې همغږې کړي تر څو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو خوندیتوب، امنیت او ګرځیدل راګرځیدل ډاډمن شي.

همداشان امنیت شورا د یوناما د ماموریت د غځیدو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه غوښتي چې په هرو دریو میاشتو کې دې یو ځل د افغانستان د وضعیت او د یوناما د اجراتو په تړاو دغې شورا ته راپور ورکړي.

په امنیت شورا کې د جاپان استازي چې د مارچ په میاشت کې ددغې شورا ریاست په غاړه لري ویلي چې دا پریکړه لیک ددې ضمانت کوي چې یوناما په افغانستان کې د څو اړخیزو ننګونو او ګواښونو پر وړاندې په یو ډول کافي، قوي او انعطاف منلو سره به سمبال شي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت شتون ضروري دي ځکه چې نړیواله ټولنه طالبانو سره د تعامل او د باور د رامنځ ته کولو په لټه کې ده او دا د افغانستان خلکو ته یو قوي پیغام استوي چې ملګري ملتونه د امنیت د شورا په ملاتړ "هغوی ته نه ستړي کیدونکي کارته دوام ورکړي".

افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال راهیسې یوناما فعالیت پیل کړی او د هغې نیټې راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي هرکال د ملګرو ماتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ماموریت د غځولو لپاره په دغې شورا کې رایې ورکوي.

تیر۲۰۲۳ کال کې هم د امنیت شورا په پنځلسو موافقو رایو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځولی وو.