د طالبانو او ایران چارواکي افغانستان ته د برېښنا پر لېږد او نورو مسايلو غږېدلي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره ملاقات کړی دی.
د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د مارچ پر ۱۳مه پر اېکس ليکلي چې په کتنه کې د دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزېټ او په سیمه کې د وروستیو سیاسي بدلونونو په باب خبرې شوې دي.

د هغه په وینا، په خبرو کې دواړو چارواکو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې او د ټولې سیمې په ګټه وبللې.

د بلخي په خبره، متقي افغانستان ته له ایرانه د واردېدونکې برېښنا د زیاتوالي او د چابهار بندر په اړه د پرمختګ ترڅنګ په ایران کې د افغان کډوالو د ځینو ستونزو او د ایران سیستان - بلوچستان ایالت ته د هېلمند سیند د اوبو ورکولو په اړه هم خبرې وکړې.

په ۲۰۲۳ز کال کې د ایران او د طالبانو د حکومت ترمینځ د اوبو حق پر سر اختلافات زیات شوي ول.

په وروستيو کې ایران مېشته افغان کډوالو له ایراني پولیسو سخت شکايت کړي او هغوی یې له افغانانو سره په ناوړه سلوک تورن کړي دي. خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې ایا په دې اړه هم خبرې وشوې که نه.