د پاکستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو سره د متقي تلیفوني خبرې؛ "پر ښو اړیکو ټینګار شوی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې امیر خان متقي خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار ته په لومړی تیلفوني اړیکه کې ویلي هیله لري چې "د نوموړي ټاکنه به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري."

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوری تمه لري د پاکستان نوی حکومت په سیمه کې د سترو زیربنایي پروژو عملي چارو په پیلیدو کې رغنده برخه واخلي.

اسحاق ډار تېره اونۍ پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده پیل کړې، دی له دې مخکې لږ تر لږه درې ځلې په مرکزي کابینه کې د خزانې وزیر پاتې شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر په کابل کي د پاکستان د سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره

طالبانو ښاغلي ډار ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي دواړو لورو "په ډیورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاوو په راوستلو او د شته ستونزو په له منځه وړلوهم ټینګار وکړ." او په وینا یې پاکستاني لوري ډاډ څرګند کړ چې "د خپل ماموریت په موده کې به د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر هم ویلي، چې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تلېفون ورته وکړی او د دندې د مبارکۍ ترڅنګ یې هوکړه ورسره کړې چې د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به په ګډه رغنده کار کوي.

هغه پر اېکس (پخواني ټویټر) یوه پیغام کې ليکلي چې د نښلون، سوداګرۍ، امنیت، ترهګرۍ خلاف مبارزه او د ولسونو تر منځ د اړیکو پراخولو کې همکارۍ ورته لومړيتوب لري.

تېرو افغان حکومتونو پاکستان تل په دوه ګوني چلن تور کړی او عمومي شکایت دا دی چې پاکستان په خوله د اړیکو د ښو کېدو وايي خو په عمل کې یې د سوداګرۍ او نورو برخو کې افغان لوري ته خنډونه جوړ کړي دي، وکتل شي چې د پاکستان نوی حکومت افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره خړې پړې اړیکې کوم لوري ته بیایي؟

له دې دوه ورځې مخکې (پنجشنبې ورځ) د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر په کابل کي د پاکستان د سفارت سر پرست عبیدالرحمن نظاماني سره هم کتلي و.

ویل کېږي په دې کتنه کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې وې.

د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په څه خبرې شوي؟

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې

دا په یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې د افغانستان او ازبکستان لوړپوړي چارواکي له یوه بل سره خبرې کوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د یوه لوړ پوړي ازبکستاني پلاوي په مشری کابل کې د امیر خان متقي تر څنګ له ګڼو نورو طالب چارواکو سره کتلي وو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي د (شنبې ورځې) تیلفوني اړیکې مهمه برخه کابل ته د ازبکستان لوړ پوړي پلاوي د سفر پر مهال شویو موافقو تعقیب و.

ویل کېږي په تیلفوني خبرو کې په دې موافقه وشوه چې "د کارونو د تعقیب په موخه به په راروانو څو ورځو کي د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کیږي."

د طالبانو حکومت د شمالي ګاونډیو په تېره بیا له ازبکستان او ترکمنستان سره تودې اړیکې پالي او ورسره ښه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

دغو هېوادونو په افغانستان کې ځینو زیربینايي پروژو ته هم ټټر ډبولی دی.