اډیاله زندان کې په لیدو کتو بندیز لګول شوی، تحریک انصاف دا د عمران خان د لا منزوي کولو هڅه بللې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني چارواکو د اعلان له مخې د اډیاله په نوم مشهور زندان ته د راتلونکو دوه اونیو پر مهال په هر ډول تګ راتګ او هلته له زندانیانو سره په لیدو کتو بندیز لګول شوی دی.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمی بخاري په وینا د پنجاب په راولپندۍ کې پروت "اډیاله زندان له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دی."

نوموړي ویلي په دغه زندان کې له زندانیانو سره د لیدو کتو بهیر درولو پرېکړه د عمران خان په ګډون د ټولو بندیانو خوندیتابه په موخه شوې ده.

د اغلې بخاري په وینا څو ورځې وړاندې د عملیاتو په لړ کې ځينې وسله وال نیول شوي او له دوی څخه د څيړنو پر مهال معلومه شوې چې له وسله والو سره د اډیاله زندان نقشه وه.

نوموړې ادعا کړې چې له دغو 'ترهګرو' څخه د پلټنو پر بنسټ پرېکړه شوې چې د اډیاله زندان امنیت لا ټینګ او د زندان د ننه به هم ځینې پلټنې کېږي.

په دغه زندان کې د پاکستان تحریک انصاف د بنسټ اېښیدونکي او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تر څنګ یو شمېر نورې مشهورې څیرې هم د بند شپې ورځې تېروي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پاکستاني ادارو په اډياله زندان د یوه ستر برید څخه دمخنیوي خبر هم ورکړی و.

بلخوا د پاکستان حکومت لخوا دغه نوي ګام په غبرګون د پاکستان تحریک انصاف ګوند سخت دریځ غوره کړی او دا پرېکړه یې د عمران خان د لا ګوښي کېدو هڅه بللې.

د دغه ګوند اوسني مشر بېرسټر ګوهر ادعا کړې چې "د عمران خان ژوند ته ګواښ متوجې دی" او نوموړی کوم عادي بندی نه دی چې ورسره دې په لیدو کتو بندیز ولګول شي.

هغه د دغې نوي بندیز غندلو تر څنګ غوښتنه کړې چې خلکو ته دې د دغې نوي پرېکړې په اړه وضاحت ورکړل شي چې له کومه ځایه یې سرچینه اخېستي.

له دې مخکې د اسلام اباد عالي محکمې د تحریک انصاف غړو ته د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو له عمران خان سره د لېدو کتو اجازه ورکړې وه، خو نن سهار چې د تحریک انصاف لوړپوړي مشران د عمران خان پوښتنې ته ور روان و د زندان ساتونکو ورته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړې.

ښاغلي ګوهر دا ناقانونه پرېکړه بللې او ادعا یې کړي چې "د دغې بندیز مانا دا ده ې د خان صاحب ژوند په ګواښ کې دی."

په ورته مهال د تحریک انصاف ګوند ویلي چې د دې پرېکړې موخه د عمران خان لا منزوي کیدل دي او اعلان یې کړی چې دا پرېکړه به د پاکستان په ستره محکمه کې ننګوي.

په ورته مهال د دغې ګوند یوه بل مشر او د عمران خان وکیل افضل مروت ویلي چې که دا پریکړه بېرته وانخیستل شي په محکمه کې د عریضې تر څنګ به د اډیاله زندان بیرون لوی اعتراضونو پیل اعلان وکړي.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمی بخاري د تحریک انصاف ادعاوې بې بنسټه بللې او ویلی یې دي چې دا ګام یوازې د عمران خان لپاره ندی اخېستل شوی بلکې د نوموړې په ټکو "عمران خان ته په زندان کې هر ډول سهولت ورکړل شوی او د بندیز په موده کې به هم ورڅخه کوم سهولت نه کمېږي."

اغلي بخاري دا ډېر جدي امنیتي ګواښ بللی او وايي د محرمیت له کبله یې په اړه ډېر څه رسنیو ته نشي ویلی.

نوموړې همداراز ویلي عمران خان یو پیژندل شوی لوړ پوړی بندی دی چې باید د خوندیتابه په موخه یې لا تدابیر وضع شي.