ولسمشرۍ په مقدماتي ټاکنو کې د بایډن او ټرمپ له بریاوو وروسته هیلي له سیالۍ ووتله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په امریکا کې د مقدماتي ټاکنو په لړ کې د ولسمشر جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې ورځې له پراخو بریاوو وروسته، د ټرمپ وروستۍ پاتې سیاله، نیکي هیلي د چهارشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۶) د ولسمشرۍ دپاره له سیالۍ څخه ووتله.

د ګوندي ټاکنو په ورځ، چې په امریکا کې "غوره سه شنبې" بلل کیږي، له بریاوو وروسته بایډن او ټرمپ یو ځل بیا د نومبر په میاشت کې د ولسمشر کېدو دپاره سیالۍ ته نږدې شوي دي.

د امریکا د دوو لویو ګوندونو، د جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو د دغو کاندیدانو ترمنځ د الاباما، ارکنساس، کالیفورنیا، شمالي کارولینا، کولوراډو، مین، مساچوسټس، مینیسوټا، اوکلاهوما، ټینیسي، ټکزاس، ورمانټ، الاسکا، یوتا او ورجینیا ایالتونو کې ګوندي سیالۍ تر سره شوې.

نیکي هیلي، د ډونالډ ټرمپ یوازینۍ سیالې د "غوره سه شنبې" د ګوندي سیالیو په ټاکنو کې یوازې په ورمانټ ایالت کې بریالۍ شوه. تر دې مخکې نوموړې په واشنګټن ډي سي کې هم د ګوند سیالیو کې بریالۍ شوې وه.

په "غوره سه شبنې" کې د پخواني ولسمشر ټرمپ بریا په نیکي هیلي باندې فشار زیات کړ چې د ګوندي سیالۍ څخه ووځي.

۵۲ کلنې هیلي، چې د ټرمپ په واکمنۍ کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه، له میاشتو راهیسې رایه ورکوونکو ته ویلي چې اوس د امریکا د نوي نسل څخه د مشرانو د ټاکلو وخت دی. هغې استدلال کاوه چې نه ټرمپ په ۷۷ کلنۍ کې او نه هم ۸۱ کلن بایډن د یوې بلې څلور کلنې دورې دپاره د هیواد چلولو لپاره مناسب دي.

بلخوا، څرنګه چې تمه کېده د ډموکراټانو په ګوندي ټاکنو کې د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن تر اوسه په ۱۴ ایالتونو کې ګوندي خپلمنځي سیالۍ ګټلي دي.

د ټرمپ له خوا د امریکا په ګڼ شمېر ایالتونو کې د ګونډي خپلمنځي سیالیو تر ګټلو وروسته، ولسمشر بایډن په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړ، چې "ټرمپ د متحده ایالاتو د ډموګراسۍ له منځه وړولو لپاره هوډمن دی."

ولسمشر بایډن په دغه اعلامیه کې وویل، چې ټرمپ "به یو ځل بیا د شتمنو لپاره د میلیاردونه ډالره مالیې د کمولو پریکړه وکړي... هغه د واک ترلاسه کولو لپاره هر څه کوي."

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غوره سه شنبې په ورځ د ټاکنو له ګټلو وروسته وویل چې هغه ژمن دی "ویشل شوی هیواد" بیرته سره یو موټی کړي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکي ګوند په مقدماتي ټاکنو کې د خپل بریا په نمانځلو او د امریکا راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندي نږدې کېدل "یوه حیرانونکې شپه" وبلله.