روزا اوتنبایوا د افغان میرمنو پر وضعیت د اندیښنو سره سره د طالبانو سره په تعامل ټینګار کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزوا اوتنبایوا وايي په نړیوال سیستم کې د افغانستان بشپړ ادغام د طالبانو له خوا خپلو نړیوالو مکلفیتونو او ژمنو ترڅنګ بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي.

د یوناما مشرې د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ شپږم (کب ۱۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپور د وړاندې ګولو پر مهال وویل چې ددې اړتیا په اړه د طالبانو ټول چارواکي متقاعد شوي نه دي خو ډیر چارواکي یې په خپلواک ډول د ارزونې د سپارښتونو عملي کيدل د افغانستان په ګټه ګڼي.

روزا اوتنبایوا وویل: " زه ټینګار کوم چې د ادغام شرایط همدارنګه د افغانانو توقعات په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ټولو حقونو، د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو او د پراخه اقتصادي فرصتونو اړتیا منعکس کړي".

روزا اوتنبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یو ځانګړي استازي د ټاکلو څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د یو استازي له لورې ارزونې کولای شي د افغانستان حقایق په ښه ډول منعکس کړي.

د یوناما مشرې د ښځو نړیوالې ورځې مارچ اتمې ته په اشارې وویل چې سږکال د ښځو نړیواله ورځ ښځو باندې د پانګونې د اړتیا په ترڅ کې نمانځل کیږي، خو میرمن اوتنبایوا وویل هغه څه چې په افغانستان کې روان دي په بشپړ ډول ددې په خلاف دي.

د یوناما مشرې وویل: " زده کړو او کار ته د ښځو او نجونو د لاس رسي څخه انکار او د عام ژوند په ډیرو برخو کې د هغوی ګوښه کول په پراخه ډول د ذهني او فزیکي زیان او د هغوی معیشت ته زیان رسولی دی. د اسلامي لباس (حجاب) څخه د سرغړونو په تور د وروستیو په خپلسر نیونو د بشري حقونو څخه نوره سرغړونه وه چې د ښځو او نجونو لپاره د لوی داغ سره مل وو".

میرمن اوتنبایوا وویل چې دغو قداماتو پر ښځو په پراخه کچه اغیز لرلی او ډیرې ښځې په عامه ژوند کې د څرګندیدو څخه ویره لري.

د یوناما مشرې وویل: " زه ددغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې یو ځل بیا پر اوسني مقاماتو (طالبانو) باندې غږ کوم چې خپل محدویدتونه دې بیرته لیرې کړي. هرڅومره زیات چې دا محدودیتونه دوام ولري د نور زیات زیان سبب به شي".

روزا اوتنبایوا په دوحه کې د فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ باندې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د مشورتي غونډې جوړیدل افغانانو په ځانګړي ډول ښځو لپاره ډیر مهم وګڼه او ویې ویل چې دغې غونډې دا وښوده چې د هغوی حقونه او اړیتاوې له پامه نه دي غورځول شوي.

د یوناما مشرې وویل چې اوسني مقاماتو د افغانستان په اړه د دوحې د مشورتي غوندې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د وروستۍ اعلامیې چې په کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو د پراخه مشورو د اړتیا یادونه شوې هرکلی کړی دی.

خو میرمن اوتنبایوا وویل چې د طالبانو چارواکو ویلي چې سلامشورې باید رښتیني اوسي او یوازې دوی ته د نړیوالې ټولنې د پریکړې د انتقال مسله نه اوسي.

روزا اوتنبایوا وویل چې د طالبانو چارواکو ورته ویلي چې د دوحې په غونډه کې د هغوی نه ګډون د دغې غونډې د ردولو په معنی نه دی بلکې د نه ګډون علت طالبانو ته د افغانستان په اړه په بحثونو کې په بشپړ ډول د ښکیل اړخ په توګه د چلند نه ترسره کیدو د اندیښنو له امله وه.

د یوناما مشرې وویل چې د دوحې په څیر د ملګرو ملتونو په نورو غونډو کې به طالبان ګډون ته وهڅوي. همداشان افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د امنیت شورا ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د خلکو د بشري حقونوپه ځانګړي ډول د مدني حقونو، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه انکار یادونه وکړه او د مستندو شویو اسنادو پر اساس یې وویل چې د ښځو او نجونو د ځپلو پالیسۍ او اقدامات، په عام ځایونو کې د تاوتریخوالي نندارې ته ایښودل د اعدام د سزا په ګډون فزیکي او تعزیري سزاګانې د ټولشموله حکومتدارۍ نشتون او اقلیتونو څنډې ته کول په کې شامل دي.

میرمن اوتنبایوا وویل: " دا رښتیا دي چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په ورځیني ژوند کې د میلیونو کسانو امنیتي وضعیت ښه شوی دی، خو دا په لویه بیه تمام شوی دی".

اوتنبایوا وویل چې د اوږدو لسیزو راهیسې افغانستان نړیوالې ټولنې ته د بې ثباتۍ او د نړۍ نورو برخو ته د تروریزم د صادریدو د یوې سرچینې په توګه په یو ګواښ بدل شوی دی.

د یوماما مشرې نړۍ کې د ۸۵ فیصدو د اپین تولید او ددغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د میلیونو کډوالو شتون چې غواړي لوڼې او زامن یې زده کړې وکړي هم په دغو ستونزو کې یادې کړې.

روزا اوتنبایوا د کوکنارو د کر په مخنیوي او د داعش سره په مبارزه کې د اوسنیو چارواکو هڅې هم یادې کړې او ویې ویل چې دا اقدامات د دوامداره او اوږدې مودې لپاره د مرستو ته اړتیا لري.

روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون په اړه اندیښنو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا یوازې داعش نه دی چې په دغه هیواد کې یې ګواښ راولاړ کړی دی بلکې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د پاکستان لپاره چې د تروریستي بریدونو د زیاتیدو سره مخ دی هم یو اساسي ګواښ راولاړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي او لسو موقتي غړیو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د دوام ملاتړ وکړ، خو د دې شورا یو شمېر غړیو دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړې استازي د ټاکلو په اړه ځینې ملاحظات درلودل.

د امنیت شورا ټولو غړیو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړې، کار د حق ملاتړ وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه دې لیرې کړي.

د طالبانو د حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې غونډې او د یوناما د مشرې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفت کړی وو.

طالبانو ویلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" په شتون کې د یو بل اضافي استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کیږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړی خو تراوسه هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.