پاکستانی سوکوهونکی په ایټالیا کي د خپلې همکارې د پیسو له غلا کولو وروسته تښتیدلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د سوکوهنې ملي لوبډلې یو غړي په ایټالیا کې د خپلې لوبډلې د یوې سوکوهونکې له بکس څخه پیسې پټې کړي او تښتیدلی دی.

د پاکستان د سوکوهنې لوبډله چې درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړي پکې برخه لري، د فرانسې د پاریس په ښار کې د المپیک سیالیو ته د لار موندلو په خاطر ایټالیا ته تللې.

د پاکستان د سوکوهنې فدراسیون مسؤل ناصر ټونګ مطبوعاتو ته تائید کړې چې د زوهیب رشید په نامه د سوکوهنې لوبدلې غړي د همدې لوبډلې د یوې لوبغاړې له بکس څخه ۲۵۰ پونډ پټ کړي او تښتیدلی دی.

ښاغلي ټونګ ددې لوبغاړې چې پیسې یې ورکې شوي، نوم ندی په ډاګه کړی خو دومره یې ویلي چې زوهیب رشید هغه وخت ددې لوبغاړې کوټې ته ورغی چې هغه د تمرین لپاره بهر تللې وه او خپل وسایل یې د هوټل په خونې کې پریښي و.

ټونګ وایي رشید د هوټل د مسؤلینو څخه کیلي اخیستې وه او د دې لوبغاړې د بکس څخه یې پیسې پټي کړي او تښتیدلی دی.

ناصر ټونګ دا هم ویلي چې زوهیب رشید خپلې سیالۍ ته ندی حاضر شوی او مقابل لوری یې د لوبې ګټونکی اعلان شوی دی.

دا پیښه تیره ورځ په ایټالیا کې شوې او د زوهیب رشید ځای ځایګی لا هم ندی څرګند شوی. د پاکستان د سوکوهنې فدراسیون مسؤلینو ویلي چې د دې پیښې په هکله یې د ایټالیا پولیسو او په روم کې د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی دی.

زوهیب رشید په ۲۰۲۲ کال کې د اسیا اتلولۍ په سیالیو کې هم برخه اخیستې وه او د برونز مډال یې ګټلی و.

تر دې وړاندې هم د پاکستان یو شمیر لوبغاړو چې بهرنیو هیوادونو ته د لوبو لپاره تللي و، د ښه ژوند په لټه کې یې خپلې ملې لوبډلې پریښي دي.