افغان سوداګر خپله تر اویا سلنې ‌‌ډېره سوداګري د پاکستان پر ځای اوس د ایران له لارې کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه او په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، د دوی شمېرې ښيي چې د افغان سوداګرو تر ٧٠ سلنې ډېر ټرانزيټ او سوداګرۍ چارې د پاکستان پر ځای اوس د ایران له لارې ترسره کېږي.

د پاکستان له خوا پر ټرانزیټي فعالیتونو د مالیو زیاتوالی، د نویو محدودیتونو لګول او له افغانستان سره د سواګریزو لارو تړل کېدل د سوداګرۍ په برخه کې د دغه عمده بدلون لاملونه بلل شوي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، افغان سوداګرو د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي او پاکستان ته یې ستر مالي زیان اړولی دی.

صالح الکوزی په کندهار کې یو له افغان سوداګرو دی چې تر ډېره وچه مېوه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادروي.

د ښاغلي الکوزي په وینا شاوخوا څلور میاشتې وړاندې یې پرېکړه وکړه چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ د دوام لپاره د پاکستان پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو بندرونه غوره کړي.

"کله چې د سپین بولدک لاره وتړل شوه، ما خپل سوداګریز مالونه د ایران، ازبکستان او قزاقستان له لارې صادرول. تر اوسه مې ۱۵۶ ټنه مواد د نیمروز او بندر عباس له لارې ایران ته او ۵۰ ټنه مېوه د ازبکستان، قزاقستان او چین له لارې صادره کړې ده."

هغه وايي، د پاکستان وروستیو کړنو افغان سوداګر نهیلي کړي او د پاکستان پر ځای د ایران له لارې د ټرانزیټ او سوداګري د ده لپاره غوره انتخاب و او دی .

"د ایران له لارې واردات لا دمخه پیل شوي وو، د پاکستان له لارې مو وروسته تر هغه د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو لاره بدله کړه، چې هغه هېواد پر شاوخوا ۲۰۰ سوداګریزو ټرانزیټ توکو لس سلنه اضافه مالیه ولګوله"

ښاغلی صالح وایي دا ټرانزیټي مالونه دي او هېڅ هېواد حق نه لري چې پر ټرانزیټي مالونو مالیه ولګوي، دده په خبره په هېڅ اصولو کې داسې خبره نشته.

نوموړی وایي پاکستان د کراچۍ په بندر کې سلګونه کانټینرونه ودرول، بیا ګڼ سوداګر اړ شول، چې خپل سوداګریز توکي په کښتیو کې له کراچۍ بندر عباس ته ولېږدوي.

ټرانزیټ او سوداګري د سیاست قرباني

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، د طالبانو د حکومت او د پاکستان د لنډ مهالي حکومت تر منځ د ترینګلتیا زیاتوالی د دې لامل شوی چې اسلام اباد خپل فشارونه زیات او د ټرانزیټ او سوداګرۍ بهیر د سیاسي کړکېچ قرباني شو .

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، د پاکستان وروستۍ پرېکړې ددې لامل شوې، چې افغان سوداګرو ته د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو لارې غوره کړې.

د ښاغلي الکوزي په وینا څلور میاشتي وړاندې کله چې پاکستان د افغانستان پر ټرانزیټ نوي محدودیتونه ولګول، له کبله یې ۴۰۰۰ کانټینره سوداګریز مالونه کراچۍ بندر کې ایثار پاته شول.

نوموړی وایي وروسته د منځکړیتوب په پایله کې هغه توکي، چې په محدودیتونو کې نه راتلل هغو ته اجازه ورکړل شول او پر هغه توکو چې مالیه لوړه شوې اوس د ایران له لارې افغانستان ته راوړل کېږي .

"د پاکستان له محدودیتونو سره اوس تر ۷۰ اتیا سلنې پورې د افغانستان ټرانزیټ د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لاره ترسره کېږي. "

ښاغلی الکوزی وايي، سره له دې چې د کراچۍ بندر د افغانستان لپاره تر ټولو نژدې او ارزانه ټرانزیټي لار ده، خو د پاکستان له لوري پرله پسې ستونزو افغان سوداګر اړ کړي چې دغه لاره بدله کړي.

د ټرانزیټي لارې بدلېدو سره د پاکستاني اړخ اقتصاد ته زیانونه

په ورته وخت کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې همغږي کوونکي ضیاالحق سرحدی بي بي سي ته وویل، افغان سوداګر نه یوازې شاوخوا ۷۰ سلنه سوداګري او ټرانزیټ ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو لاړو ته اړولی بلکې تر څنګ یې له پاکستانه افغانستان ته د صاداراتو کچه هم رالوېدلې، چې له کبله یې لسګونه زره خلک بې روزګاره او یو شمېر تولیدي فابریکې هم بندې شوې دي .

"افغانستان ته د ټرانزیټ تر څنګ د پاکستان د کورنیو تولیداتو لکه سمنټو، خوراکي توکو، جوس، شیدو او لسګونه نورو توکو صادرات چې افغانستان ته صادرېدل ګډوډ شوي دي."

ښاغلی سرحدی وایي افغانستان لا هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان د صادراتو لپاره د سرو زرو په څېر ارزښت لرونکې لاره ده.

نوموړی واي د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو له کبله د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونو ته هم زیان اوښتی دی .

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې دغه چارواکی وایي له افغانستانه پاکستان ته د مېوو صادرات او پنبه، چې په پاکستان کې د جامو جوړولو د فابریکو اساسي اړتیا بلل کېږي هم بند شوي دي .

ښاغلی سرحدی وايي، په ۲۰۱۰ کال کې هم د افغانستان ۷۰ سلنه ټرانزیټ او سوداګري د پاکستان پر ځای د ایران له لاري ترسره کېدل، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې له هڅو وروسته د کراچۍ بندر له لارې د افغانانو ټرانزیټ او سوداګري بیا پیل شوه، خو له شاوخوا یوې لسیزې وروسته یو ځل بیا د داسې وضعیت شاهدان یو، چې افغان سوداګرو د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره د کراچۍ بندر پر ځای بدیلې لارې غوره کړې دي.

نوموړی پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکوي، چې د دغه وضعیت دوام به په خیبر پښتونخوا ایالت کې اقتصادي کړکېچ لاپسې زیات کړي، ځکه د ده په وینا په دې ایالتونو کې د سوداګرۍ او صنایعو لویه برخه د افغانستان پر بازارونو تکیه کوي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له پاکستان څخه ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ټرانزیټي لارې د بدلېدو په اړه له څرګندونو ډډه کوي، خو په دغه وزارت کې سرچینې وايي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اندازه کمه شوې او دا بهیر د ایران له لارې روان دی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قومي هم ویلي وو، چې د طالبانو یو پلاوي چابهار بندر ته د خپل سفر پر مهال د سوداګریزو، هستوګنې او اداري پروژو د پلي کولو په برخه کې ۳۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي. د هغه په وينا، د طالبانو پلاوي د ايران او چين په همکارۍ د سوداګریز دهلېز د جوړولو لپاره هم خبرې پيل کړې دي.