پاکستاني پولیسو د محمود خان اڅکزي پر کور چاپه وهلې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي ددغه ګوند مشر او د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند، محمود خان اڅکزي پر کور پولیسو چاپه وهلې ده.

ددغه ګوند مرستیال عبدالرحيم زيارتوال د یکشنبې په ورځ مارچ درېیمه (کب ۱۳) په کوټه کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د محمود خان اڅکزي پر کور پوليسو بې د قاضي له امره چاپه وهلې ده او د ګوند د مشر یو ساتونکی يې هم نیولی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې د دوی مشر یې ځکه په نښه کړی چې وړمه ورځ یې د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې، په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د پراخې درغلۍ او په هغه کې د ښکېلو کسانو په باب رښتیا بیان کړل.

ددغه ګوند چارواکي وايي چې د خپل ګوند د مشر پر کور د پولیسو د چاپې پرضد به احتجاجي غونډې او لاریونونه کوي. دوی وویل چې ګوند او مشرتابه یې له دغه ډول حکومتي کړنو څخه نه ډارېږي.

د محمود خان اڅکزي پر کور د پولیسو د چاپې اقدام یولړ غبرګونونه پارولي دي. د پاکستان د ملي اسامبلۍ په نننۍ غونډه کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو او د تحریک انصاف ګوند د صدراعظمۍ نوماند او د اپوزیسیون مشر عمر ایوب د اڅکزي پر کور د پولیسو چاپه غندلې ده.

عمر ایوب په خپله وینا کې ویلي چې د دوی د ګوند له لوري د ولسمشرۍ لپاره د نوماند پر کور "ناروا چاپه" غندي.

بلاول بوټو له صدراعظم شهباز شریف او د بلوچستان ایالت له اعلی وزیر څخه د دغې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

بلخوا تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ځینو مشرانو چې ښاغلی اڅکزي هم پکې وو، په یو ګډ خبری کنفرانسن کې د هغه پر کور د پولیسو چاپه غندلې.

که څه هم د بلوچستان اوسني حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د تېر سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزیر یې په یوه بیان کې ویلي چې پولیسو د ښاغلي اڅکزي له کور سره جوخت د یوې نیول شوې ځمکې د خلاصولو لپاره چاپه وهلې ده.