روسیې د اوکرایین په اړه د جرمني پوځ د یوې پټې غونډې جزییات خپاره کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جرمني منلې داسې ښکاري چې روسيې د دوی یوه پوځي غونډه هک کړې چې هغې کې جرمني پوځي افسرانو اوکرایین ته د اوږد واټن توغوندیو ورکولو او احتمالي هدفونو په اړه خبرې کولې.

د دغه ویډیويي کنفرانس غږیزه بڼه د روسیې د دولتي تلویزیوني کانال 'ار ټي' د مشرې لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

پدې غونډه کې جرمني پوځي افسرانو پر دې بحث کاوه چې څنګه کېرچ پول، چې روسیه په غیر قانوني توګه له نیول شوې کریمیا سره نښلوي، وولي.

روسي سیاستوالو ویلي دا ویډیو ثابتوي چې د دوی "تر ټولو سخت دښمن" د بریدونو پلانونه جوړوي.

د جرمني صدر اعظم اولاف شولتز د شنبې پر ورځ دا افشا کیدنه "ډیره جدي موضوع" وبلله او ویې ویل چې "په ډیر دقت، ډیر شدت او چټکتیا سره" یې په اړه پلټنې کیږي.

د جرمني ډېرشپیګل مجلې لیکلي چې دا ویډیويي کنفرانس پر پټې داخلي پوځي شبکې نه و شوی بلکې پر وېب ایکس پلټفورم باندې شوی و.

د دې غونډې ۳۸ دقیقې غږیزه بڼه د روسیې د ار ټي تلویزیونې کانال مشرې مارګریتا سیمونیان لخوا د جمعې پر ورځ پر ټولنیزو شبکو خپره شوه.

هغې وویل دا د دې ثبوت دی چې جرمني غواړي پر کریمیا باندې بریدونه وکړي.

په ثبت شوي غږ کې دا بحث اوریدل کیږي چې کیدای شي اوکراییني ځواکونه د جرمني تاوروس نومي اوږد واټنه توغندي وکاروي او دا چې احتمالي اغیزې به یې څه وي.

د جرمني د دفاع وزارت یوې ویاندې اې اېف پي خبری اژانس ته ویلي د هوايي ځواک پټې خبرې اوریدل شوې.

خو هغې زیاته کړه، "په ډاډ سره نشي ویلای" چې ثبت شویو غږونو کې له خپرولو وړاندې لاسوهنه شوې که نه.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا غوښتنه وکړه چې جرمني باید "ډیر ژر" په دې اړه توضیحات ورکړي.

هغې وویل: "له ځواب ویلو څخه د ډډې کولو هڅې به د ګناه منل وبلل شي".

د روسیې د امنیتي شورا مرستیال مشر دیمېتري مېدویدېف پر ټلګرام وویل: "زموږ پخواني سیالان-جرمنیان بیا زموږ پر سختو دښمنانو بدل شوي. وګورئ، (جرمنیان) په څنګه دقت او جزییاتو له اوږد واټن توغوندیو سره زموږ پر خاوره د بریدونو په اړه خبرې کوي، د ویشتلو لپاره هدفونه ټاکي چې څنګه زموږ هېواد او خلکو ته ډیر زیان ورسوي".

د شنبې پرورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل دغو بحثونو د جرمني ځواکونو "له چلونو ډک پلانونه" افشا کړل، چې ده وویل "خپله په ډاګه شوي".

کییف له جرمني غواړي چې تاوروس توغوندي ورکړي، چې تقریبا ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي.

ښاغلي شولتز چې تراوسه پورې یې اوکرایین ته د دغو توغوندیو له ورکولو انکار کړی، اندیښمن دی چې د نښتې د پراختیا لامل به شي.

فرانسې او بریتانیا، کییف ته د سکالپ او د توپان سیوري په نامه توغوندي ورکړي، چې دواړه د تاوروس توغوندیو نیم واټن ویشتلی شي.

د جرمني حکومت مخالف محافظه کار ګوند غړي رودریخ کایزویتر خبرداری ورکړی چې کیدای شي نور ثبت شوي غږونه هم افشا کړل شي.

هغه د جرمني زي ډي اېف خپرونې ته وویل: "یقین دی چې یو شمیر نورې خبرې اترې به هم د نورو تر لاسه شوې وي او کیدای شي وروسته د روسیې په ګټه خپرې شي".

هغه زیاته کړه، ګومان کیږي چې "دا خبرې اترې په قصدي توګه پردې مهال په یو خاص نیت د روسیې لخوا خپرې شوې چې د جرمني لخوا د تاوروس توغوندیو ورکولو مخه ونیسي".