د شهباز شریف د حکومت په وړاندې ننګونې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په پاکستان کې دفبرورۍ د اتمې نیټې د لانجمنو ټولټاکنو څخه ۲۴ ورځې وروسته، د یکشنبې په ورځ، مارچ دریمه ددې هیواد ملي اسمبلۍ د ۲۰۱ رایو په ورکولو سره شهباز شریف د دغه هېواد د څلورویشتم صدر اعظم په توګه وټاکه.

شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) پاکستان پیپلز پارټۍ او یو شمیر نورو ګوندونو ګډ کاندید و او د هغه سیال د سني اتحاد شورا نوماند عمر ایوب خان و چې ۹۲ رایې یې ترلاسه کړې.

شهباز شریف تر ټاکل کېدو وروسته په خپله وینا کې وویل چې د هېواد اقتصادي، مالي او امنیتي ستونزې به هوارې کړي. هغه په داسې حال کې دغه ژمنه کوي چې پاکستان د اقتصادي ننګونو سربیره له سختې ګرانۍ او بېکارۍ سره مخامخ دی.

کارپوهان وايي، چې ددې ستونزو برسېره د فبرورې میاشتې د اتمې نېټې پر ټولټاکنو سختې نیوکې هم کېږي چې د ادعاو له مخې په کې په پراخه کچه درغلۍ شوي دي.

خو د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ټاکنې رڼې او شفافي بولي او د درغلیو ادعاوې ردوي. په رایو کې د لاسوهنې ادعاوې تر ډېره په خیبر پښتونخو او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

دا چې ولې په دغو دوو ایالتونو کې د انتخاباتي نتایجو د بدلولو تورونه لګول شوي، په اړه یې د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین امریکا غږ ته وویل: ”بلوچستان او خیبر پښتونخوا له افغانستان سره پرتې سیمې دي او پوځي اسټبلشمنټ غواړي چې هلته د دوی تګلاره دوامداره پاتې شي.“

خادم حسین زیاتوي بل اړخ ته مرکز [اسلام اباد] غواړي چې د دغه دواړو ایالتونو طبیعي سرچینې وکاروي نو دا رنګ به د امنیت ستونزه په پښتونخوا او بلوچستان کې هم د تېر په څېر وي، او کېدای شي نوره هم زیاته شي.

خادم حسین دا هم وویل، چې په دواړو ایالتونو کې اپوزیسیون د ډېر لوی پلان له مخې څنډې ته شو: ”په پښتونخوا کې به په عملي توګه مخالفې ډلې نه وي او دا شان به په بلوچستان کې هم دا حال وي، په ایالتي خپلواکۍ به پرله پسې حملې روانې وي، د ایالتونو ترمینځ د وسایلو وېشلو ملي کمیسیون (قامي مالیاتي کمېشن ایوارډ) به ودرول شي، د پښتونخوا د غازو او د برېښنا حق به په عملي توګه واخیستل شي، د برېښنا او د تیلو پېسې یا ګټه به نه ورکول کېږي، دلته به په غرونو او معدنیاتو او طبیعي زېرمو نوره قبضه زیاته شي، او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي به نور هم شتمن شي، لکه څنګه چې په تېرو لسو کلونو کې شوي وو. نو په ټول هېواد کې به بې ثباتي نوره هم سېوا [زیاته] شي او بې باوري به جوړه [رامنځته] شي. “

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال فخر کاکاخېل هم د خادم حسین له خبرو سره موافق دی. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پوه خلک له وړاندې پوهیدل چې په دغه دوو ایالتونو (صوبو) کې اسټبلشمنټ په څه طریقو سره حکومتونه جوړوي او ورانوي.

هغه وویل: ” داسې ښکاري چې ملتپاله ګوندونه یې په ډېره صفايي سره له میدان څخه وایستل، لکه په خیبر پښتونخوا کې د پنجاب مسلم لیګ (ن) پنځه چوکۍ ګټلې دي، خو عوامي نیشنل ګوند یوازې یوه چوکۍ ګټلې ده، په قومي اسمبلۍ کې عوامي نیشنل پارټۍ یوه هم نه ده ګټلې. که په بلوچستان کې موږ وګورو نو دغه د پنجاب مسلم لیګ ن لس دولس څوکۍ ګټلې دي، او بل طرف ته ملتپالو ګوندونو یو، دوه یا درې څوکۍ ګټلې دي. ښکاره خبره ده، داسې ښکاري چې د دې له وړاندې نه یو ترتیب جوړ شوی وو.“

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ټولټاکنو کې د ادعا شویو لاسوهنو په باب لیکوال فخر کاکاخېل زیاتوي: ”د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اېمل ولي خان، او ورسره د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن صاحب، د درې واړو اوسنیو اسمبلیانو ته د اسټبلشمنټ اسمبلۍ وویله، ما چې له څومره ملتپالو مشرانو سره خبرې وکړې، نو هغوی ټول دا تور لګوي چې د اتلسم ترمیم لاندې چې بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبې ته کومې ګټې راغلې وې، د هغې خلاف سازش روان دی، نو ځکه یې ملتپالي ګوندونه له اسمبلو نه بهر کړل، چې د دې دواړو صوبو د شتمنیو تروړلو لپاره له پارلمان څخه قوانین منظور کړي. “

دا چې جمعیت علمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، او خپله د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف په ګډون یو شمېر نور ګوندونه د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي نو په داسې حالاتو کې به د پاکستان سیاسي راتلونکې چې په مستقیمه توګه پر اقتصادي او امنیتي ثبات اغېز کوي، څنګه وي؟ په اړه یې په پېښور کې خبریال او د چارو شنونکی شمیم شاهد امریکاغږ ته وویل:” دا ستونزې خو تازه نه دي، دا د پخوانیو حکومتونو د ناسمو تګلارو په وجه دي، ترڅو چې په دې هېواد کې دا پرېکړه نه وي شوې چې دلته به اصل واک او اختیار له چا سره وي نو دا ناکراري به دوام لري، پوځ یوازې یوه اداره نه ده، بلکې هغه اوس د پاکستان په ډېرو زیاتو وسایلو او ادارو قابض دی، هغه اوس په یوه لوی شرکت بدل شوی دی، نو په دې وجه حالات سم نه دي او که په دې هېواد کې ټاکنې وشي، جمهوري حکومت ته واک ورنکړل شو نو حالات به نور هم خراب شي او بله خبره دا چې پوځ به لومړی د عمران خان د حکومت سرپرستي کوله او اوس د مسلم لیګ ن مرسته کوي نو پوځ هم غواړي چې پاکستان کې دا سیاسي ګوندونه د یو بل سره په جګړه وي او په دې کې د پوځ ګټه ده. “

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د پاکستان اقتصادي راتلونکې ډېر ناهیلی وباله او زیاته یې کړه چې د میا شهباز شریف په مشرۍ راتلونکې حکومت په لاس کې به هومره قوت نه وي چې د دغه ملک اقتصادي حالات بدل کړي.

هغه وویل: ”لس پنځلس کاله مخکې داسې منصوبه جوړه شوې وه چې په پاکستان کې به یو ګوند ته اجازه نه ورکول کېږي چې هغه په پارلمان کې په غوڅ اکثریت راشي، یو کمزوری حکومت به وي چې د دوی [پوځ] خبره به مني نو چې خبره مني نو چې څه پوځ غواړي، هغه به کوي خو بیا به دا څلور خبرې نه وي، نه به مارکېټ ښه کېږي نه به بهرني عایدات او زرمبادله سېوا کېږي، نه به صادرات وي او نه به ګرانی کمېږي، نو له دې سره به ریاست نور پورونه اخلي او په دې سره به پر پاکستان نور بوج سېوا کېږي، په ملک دننه به هم پورونه اخلي او له بهر ملکي ادارو نه به هم پورونه اخلي نو کله چې د حکومت چلولو پېسې نه وي او داسې د نورو معاملاتو لپاره پېسې نه وي د پورونو پرې کولو یا واپس کولو لپاره پېسې نه وي نو هېواد به دېوالیه کېدو اړخ ته روان وي. په پاکستان کې په تېر وخت کې یو ناسم سیاست شوی وو، د هغې له امله یو کړکېچ پیدا شوی دی نو پاکستان به اوس ځان د سیاسي کړکېچ نه خلاصوي او که د دیوالیه کېدو څخه. “

شنونکی فخر کاکاخېل هم په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پر سیاسي او اقتصادي راتلونکې ناامېدي څرګنده کړه: ”له بده مرغه زه دا وینم چې سیاسي کړکېچونه به نور هم سېوا کېږي. او د هغې په نتیجه کې به سیاسي مسلې هم مخې ته راځي، او بل په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یوه ډېره مهمه مسله شتون لري او هغه امنیت دی. نو زه فکر کوم چې د سیاسي اړي ګړي او اقتصادي فشار لاندې به زموږ پولیس او نورو ادارو ته ګرانه شي، ځکه چې هغوی له وړاندې د وسایلو چغې وهي، هغوی وايي، وسایل نه لري‌ چې د ترهکرۍ پرضد موثره کاروايي وکړي. نو ښکاري داسې چې دا درې واړه ستونزې به نورې هم سېوا شي. “