پاکستان کې تحریک انصاف ګوند محمود خان اڅکزی ولسمشرۍ ته نومولی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه کم ساري ګام چې پخوا یې په اړه څه نه و ویلي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړی دی.

د دغه ګوند او د پاکستان د ملي اسبملۍ پخواني مشر اسد قیصر ویلي "زمونږ ګوند محمود خان اڅکزی د صدارت څوکۍ ته نوماند کړی."

هغه د یو شمېر نورو مشرانو سره په ګډه د ښاغلي اڅکزي د نوماندۍ اسناد نن په اسلام اباد کې سترې محکمې ته هم سپارلي دي.

د محمود خان اڅکزي له نوماندولو وروسته ښاغلي قیصر له رسنیو سره خبرو کې وویل "د اڅکزي څخه د ملاتړ له لارې مونږ د بلوچستان خلکو ته دا پیغام رسولی چې بلوچستان زمونږه د وجود برخه ده او تاسې ټول زمونږ په زړونو کې ځای لری."

پاکستان کې د تېرې فبرورۍ میاشتې اتمې نیټې له ټاکنو وروسته د تحریک انصاف ګوند او محمود خان اڅکزي تر منځ څو ناستې وشوې خو تر ننه د هغه د کاندیداتورۍ په اړه څه نه و ویل شوي.

محمود خان اڅکزي د پاکستان نوي اسمبلۍ له پرانېستې وروسته پرونۍ غونډه کې د ولس رایو ته په اشارې داسې خبرې وکړې چې د تحریک انصاف ګوند يي ډېرې تکراروي.

هغه وویل ولس په تېرو ټاکنو کې په عمران خان باور کړی خو پاکستان کې د رایو خلاف بل حکومت جوړېدو ته کار ویل شوی.

نوموړي په سختو ټکو دا غوښتنه هم تکرار کړه چې پوځ او استخباراتي ادارې دې له سیاسته لاس واخلي.

له دې نوماندۍ وروسته ښاغلي اڅکزي د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره هم کتلي دي.

په را روانو څو ورځو کې به د تحریک انصاف سني کونسل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د دوی ځينې نور ملاتړي د رایو او نورو ملاتړو پیدا کولو هڅه کوي.

که څه هم په اوسني وضعیت کې په ښکاره د سیالو لوبډلو وکیلان ډېر بلل کېږي.

سیالو ګوندونو اصف علي زرداري ولسمشرۍ ته نومولی
له دې مخکې د فبرورۍ له اتمې ټاکنو وروسته دواړه ګوندونه په ایتلافي حکومت سلا شوي و، داسې چې د لومړي وزارت څوکۍ ته به د مسلم لیګ ن ګوند د کاندید او ولسمشرۍ څوکۍ ته به د پيپلز ګوند له کاندیداتورۍ ملاتړ کوي.

د محمود خان اڅکزي او اصف علي زرداري تر څنګ خپلواک کاندیدان اصغر علي مبارک، وحید کمال او عبدالقدوس هم دغې څوکۍ ته نوماندان دي.

د پاکستان لومړي وزارت څوکۍ ته دغو دواړو ګوندونو شهباز شریف غوره کړی دی، تحریک انصاف ګوند بیا عمر ایوب لومړي وزارت ته نومولی دی.

اصف زرداري که بیا د رایو اکثریت ګټي دا به د هغه ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو دویم ځل وي.

د ولسمشرۍ او لومړي وزارت څوکۍ لپاره ټاکنې کله کېږي؟
اننت امباني او رادیکا مرچنټ له واده مخکې ځايي اوسیدونکو ته د مېلمستیا ورکولو پر مهال.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا په اعلان شوي مهالوېش کې راغلي چې د د لومړي وزارت څوکۍ لپاره به د کاندیدانو تر منځ سیالي د یکشنبې په ورځ (ماریچ درېیمه) کېږي.

پاکستان کې لومړی وزیر د ملي اسمبلۍ د غړو لخوا د رایو په اکثریت ټاکل کېږي.

د ولسمشر ټاکلو لپاره بیا د مارچ د نهمې نیټې اعلان شوی دی.

د ولسمشر او لومړي وزارت څوکۍ ته د نوماندانو د کاندیداتورۍ نن اخري ورځ وه.

پاکستان کې به د اصف زرداري او یا محموخان اڅکزي تر منځ یو د مارچ په نهمه نیټه د پارلمان او څلورو واړو ایالتي اسمبلیو کې د ټاکنو له لارې غوره کېږي.

په پام کې ده چې ټولو اسمبلیو کې په یوه وخت د سهار له لسو د مازدیګر تر څلورو بجو د رایو ورکولو بهیر تر سره شي.