"د طالبانو حکومت 'ټي ټي پي' ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستانۍ رسنۍ په دې وروستیو کې کابل ته د دغه هېواد د دیني عالمانو د تللي پلاوي د یوه غړي له خوالې وايي، د طالبانو حکومت مشرتابه د پاکستاني طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي.

جیو نیوز تلویزیون د دغه سفر د تنظیموونکي او پاکستان کې د مذهبي څېړنو د نړیوالې شورا په نوم د بنسټ د مشر 'اسرار مدني' له قوله رپوټ ورکړی چې طالب چارواکو کابل ته ورغلي پلاوي ته ویلي چې یوه میاشت وړاندې یې د پاکستاني طالبانو مشران را غوښتي او د افغانستان له خاورې یې پاکستان کې د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په رپوټ کې د نوموړي له خولې ادعا شوې چې طالب چارواکو ورته ویلي شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستاني طالبانو مشرانو مفتي نور ولي مسعود، حافظ ګل بهادر او نورو سره د دوی د چارسمبالي لومړي وزیر 'ملا محمد حسن اخوند' او نورو په ګډون ناسته شوې او دا چې په دې ناسته کې د ټي ټي پي مشرانو ته په ډاګه ویل شوي، چې په پاکستان کې د دوی د بریدونو له امله د پاکستان له حکومت او خلکو سره د افغانستان اړیکي زیانمن شوي دي.

بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو د رپوټ تر چمتو کېدو پورې یې په دې اړه ځواب ترلاسه نه کړ.

د طالبانو حکومت که څه هم تېرو کلونو کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب او منځګړتوب کړی، خو له دې انکار کوي چې د ټي ټي پي مشران او وسله وال دې په افغانستان کې وي، او یا دا چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارول شوې وي.

د جماعت علمای اسلام (سمیع) د مشر حامد الحق په مشرۍ د پاکستاني علماو یو پلاوی څو ورځې وړاندې کابل ته تللی و او له جګپوړو طالب چارواکو سره یې کتلي وو.

حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی دی، چې د طالبانو حکومت ګڼو جګپوړو چارواکو یې په دارالعلوم حقانیه (حقاني مدرسه) کې زدکړې کړې دي.

د طالبانو په واک کې دافغانستان د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې حامدالحق د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه هيله څرګنده کړې وه چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکي لا پراخ شي.

د مولوي عبد الکبیر له قوله ویل شوي وو چې د دوی حکومت له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي او چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

د اسرار مدني له خولې رپوټ کې دا یادونه هم شوې چې کابل کې طالب چارواکو ورته ویلي له دې غونډې وروسته وضعیت نسبتآ ښه شوی دی.

خو د جیو نیوز د رپوټ له مخې، اسرار مدني ویلي طالب چارواکو او په ځانګړې توګه حقاني ډله په دې نظر ده چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ خبرې به اړیکي لا ښه کړي.

د دې پلاوي له سفر وړاندې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ یو بل پلاوی هم کابل ته تللی وو.

کابل او کندهار ته د هغه له سفر وروسته پاکستاني طالبانو یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان پارلماني ټاکنو چې څو اونۍ وړاندې ترسره شول، پر ګډونکو بریدونه نه کوي.

دې ډلې ویلي وو د بریدونه موخه یي د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي د پاکستاني طالبانو ډله له افغانستانه بریدونه تنظیموي، هغه ادعا چې کابل کې یې دطالبانو حکومت ردوي.

د پاکستاني طالبانو ډله چې وايي دغه هېواد د اسلامي شریعت پر بنسټ نظام رامنځته کول یې هدف دی، دافغان طالبانو سره له نږدې اړيکي پالي او مخکني افغان حکومت پرضد جګړه کې یې د دوی همکارۍ کړې ده