امریکایي وکیلان: واشنګټن دې په ټاکنو کې د درغلیو د ادعاو د خپلواکو څیړنو پورې د پاکستان نوی حکومت په رسمیت ونه پیژني

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د کانګرس ۳۱ غړو په دې وروستیو کې ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته د یو لیک په استولو سره له هغوی غوښتي چې په انتخاباتو کې د لاسوهنې د تورونو تر څېړلو پورې دې په پاکستان کې نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

په پاکستان کې د روان کال د فبرورۍ په اتمه د ټاکنو په ورځ د پاکستاني مقاماتو له خوا د موبايل خدمات بند شوي وو او د انتخاباتو په ترڅ کې د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته شوې وې. د انتخاباتو څخه څو اوونۍ وړاندې په دې هیواد کې ګڼ شمېر سیاسي مشران او فعالان نیول شوي وو. د انتخاباتو د پایلو په خپریدو کې غیرمعمولي ځنډ راغلی و. دا ټول ددې لامل شول چې په رایو اچونو کې د درغلۍ تورونه ولګول شي.

د امریکاغږ د اردو څانګې خبریالې ارم عباسي د متحده ایالاتو په کانګرس کې د تکزاس ایالت د دموکراټ استازي ګریګ کاسر سره چې د څه باندې ۳۰ غړو د یوې ډلې مشري یې کړې او بایډن ته یې لیک لیکلی مرکه کړې او د هغه څخه یې د هغو دریو غوښتنو په اړه پوښتلي چې سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ته په لیک کې ذکر شوي.

د کانګرس غړي ګریګ کاسر وویل: " لومړی: د هغو کسانو د پېژندلو څخه چې وايي د پاکستان ټاکنې یې ګټلي دي تر هغه ډډه وشي ترڅو چې یوه خپلواکه څېړنه نه وي شوې او دا په ډاګه کړي چې په ټاکنو کې درغلي نه ده شوې. دوهم، موږ د هر هغه چا د خلاصون غوښتنه کوو چې په غلطه توګه د سیاسي بیان او یا یوازې په سیاسي فعالیت کې د ښکیلتیا له امله نیول شوي، ځکه خلک باید د دې وړتیا ولري چې ژورنالیست شي، نوماندان شي، پرته له ویرې او د توقیف کیدو یا تاوتریخوالی له ډار پرته سیاسي فعالیت وکړي. "

د هغه په وینا: " غواړو دا روښانه کړو چې د متحده ایالاتو امنیتي مرستې د پاکستان له پوځ سره او په زغرده د نړۍ په هر ځای کې له پوځ سره مرستې د بشري حقونو د قوي معیارونو سره تړلې دي. "

د امریکاغږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه شئ ددې سبب شو چې تاسې د ۳۱ وکیلانو مشري وکړئ چې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر بلینکن ته لیک واستوئ، ښاغلي کاسر وویل: " که موږ په متحده ایالاتو کې [په ډموکراسۍ] باور لرو، نو موږ باید په هر ځای کې په ډموکراسۍ باور وکړو، په ځانګړې توګه کله چې زموږ د متحدینو خبره وي. "

هغه په لاتینه امریکا کې د متحده ایالاتو په پالیسو باندې په نیوکې سره وویل، واشنګټن په ظاهره په لاتینې امریکا کې د ډموکراسي څخه ملاتړ کاوه، خو د کاسر په وینا په بدل کې واشنګټن په لاتینې امریکا کې، ډموکراسۍ وځپله او اجازه یې ورکړه چې د خلکو د غوښتنې پر ځای د ځانګړو ډلو، لوی شرکتونو او پوځيانو ګټې تضمین شي.

دغه قانون جوړونکي همداراز د امریکا حکومت په لاتینې امریکا کې د کودتاګانو او پوځي رژیمونو په ملاتړ او د ډموکراسۍ په ځپلو تورن کړ.

کاسر وویل چې د امریکا دا ډول سیاستونه په لاتینې امریکا کې د اقتصادي بیارغونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې اغېزمن نه وو او په پاکستان کې به هم اغېزمن نه وي. هغه ټینګار وکړ چې امریکا باید لویو شرکتونو او د امریکا پوځي متحدینو ته اجازه ورنکړي چې د ډموکراسۍ اساسي ارزښتونه له پامه غورځوي.

دغه امریکايي قانون جوړونکي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان په اړه د واشنګټن کړنې د هغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي که نه، وویل: «موږ د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، خو پوښتنه دا ده، چې ایا ټاکنې ازادې او عادلانه ټاکنې وې او که نه. نو پدې خاطر منافع دادي چې کومه ډله د ټاکنو ګټونکې کیږي. د پاکستان خلک باید وکولای شي چې په خپله د ټاکنو په اړه پرېکړه وکړي.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید د پاکستان په داخلي سیاست کې لاسوهنه ونه کړو او د پاکستان خلک باید د رایو په اکثریت خپل مشر وټاکي.»

کاسر زیاته کړه: "موږ ډېر واضح قوانین لرو چې مرستې د بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته په درناوي پورې تړلې دي. موږ نه غواړو چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو ډالر هغو ډلو ته ورسیږي چې بیا هغوی ددې پیسو څخه د ژورنالیستانو د زنداني کولو یا د بیان د ازادۍ د ځپلو او یا د سیاسي ګوندونو د ځپلو لپاره کار واخلي.»