مسکو: له طالبانو غواړو چې یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پنځه پنځوسمه غونډه کې د روسیې پلاوي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړتیا او په دې برخه کې د طالبانو له خوا د شویو ژمنو په عملي کیدو باندې ټینګار کړی دی.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د شنبې په ورځ مارچ دوییم (کب ۱۲) ددغه پلاوي یو غړي روسلان استروګانف له قوله ویلي چې مسکو په افغانستان کې د ثبات او امنیت د پیاوړي کیدو لپاره د یو لومړیتوب په توګه هڅې کوي.

استروګانف ویلي: " مسکو د افغانستان د مقاماتو (طالبانو) سره په تماس کې دی او د هغوی څخه غواړي چې یوې ټولشموله عامه ادارې د جوړیدو په تړاو پر خپلو مخکینو ژمنو عمل وکړي... افغانستان کې یوازې تلپاتې سوله به په ټوله سیمه کې مطلوبې پرمختیا ته شرایط برابر کړي".

همداشان دغه روسیي دپلومات په افغانستان کې روان بشري بحران له دغه هیواد څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې د لویدیځو هیوادونو د ځواکونو بیړني وتلو پورې مربوط وګڼه او ادعا یې وکړه چې لویدیځو هیوادونو افغانستان کې لوږه او ویجاړتیا په میراث پریښې ده.

هغه وویل: " اوس [لودیځ هیوادونه] په بې شرمۍ سره مسوولیت افغان مقاماتو (طالبانو) ته متوجه کوي او د بشردوستانه مرستو سپارل له کابل څخه د سیاسي امتیازاتو پورې مربوط کوي".

دا لومړی ځل نه دی چې د روسیې چارواکو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده، ددې دمخه هم ددغه هیواد یو شمیر لوړپوړو چارواکو په دې مسله ټینګار کړی دی.

په دې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنورۍ د میاشتې په ۱۸( مرغومې ۲۸) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې د یوداسې حکومت د جوړیدو هیله ښودلې وه چې په کې ددغه هیواد د ټولو قومونو استازي او سیاسي جریانونه برخه ولري.

سرګي لاوروف ټینګار کړی وو چې روسیه د طالبانو سره د هغو مسلو په ګډون چې اړتیا ده د هغوی لپاره ورته هواری ولټول شي او په یو بشپړ په رسمیت پیژندل شوي حکومت بدل شي په منظم ډول په اړیکو کې ده.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې په کار نه دي چې هیوادونه ځانته ددې حق ورکړي چې د افغانستان په کورنیو مسلو کې لاس وهنه وکړي.

ښاغلي مجاهد ویلي: " په ټول افغانستان کې هم ټولشموله حکومت شته او هم ځواب ویوونکی حکومت شته دی په ټول افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګوي او افغانان د نفاق څخه ژغوري... همدا حکومت دی چې د افغانستان خلکو یې تمه لرله".

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول افغانستان کې د نظام بڼه ددغه هیواد کورنۍ مسله ګڼلې او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې برخه کې دې د لاس وهنې څخه ډډه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو چارواکي وايي چې طالبانو د امریکا سره د دوحې په هوکړه کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو ترڅنګ د تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو او په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوی په تړاو هم ژمنې کړې وې.

طالبانو ددغه تړون د لاسلیک څه شاوخوا یو کال وروسته د۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ، خو تراوسه د طالبانو حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.