سپینه ماڼۍ: د دوحې تړون طالبان غښتلي کړل او زموږ شریکان کمزوری کړل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (حوت نهمه) وویل چې د طالبانو سره د دوحې تړون په افغان حکومت کې «زموږ شریکان» کمروزي او طالبان پیاوړي کړل.

ژان پییر په یو خبري کنفرانس کې د دوحې تړون په اړه د امریکا غږ افغانستان څانګې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا تړون د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت په مهال په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوی و. امریکايي مقامات وايي چې دوی مجبور وو په تړون عمل وکړي، له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او په هغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې «دا تړون طالبان پیاوړي او په افغان حکومت کې زموږ شریکان کمزوري کړل» او د امریکا نوي حکومت ته د سرتېرو د اېستلو لپاره کومه روښانه لار او څرګند پلان موجود نه و.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمېر غړي اوسنی حکومت تورنوي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د اېستلو ماموریت یې له کړکیچونو او ستونزو څخه ډک و. د سرتېرو د اېستلو په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې ځانمرګی برید هم وشو او څه باندې ۱۷۰ تنه په کې ووژل شول چې یو شمېر یې امریکايي عسکر وو.

امریکايی چارواکي‌ وايي طالبانو د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړې نه دي چې د همه شمول حکومت جوړولو لپاره له نورو افغان اړخونو سره خبرې کول هم په کې شامل دي. ژان پییر زیاته کړه: «طالبانو په (تړون) کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. طالبانو همدغه راز له خپلو افغانانو سره د مانا لرونکو خبرو د پيلولو په اړه، چې یو جوړ جاړي او همه شمول سیاسي سیستم ته لاره هواره کړي، هم خپلې ژمنې پوره کړي‌ نه دي.»

نوموړې وویل چې دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي چې دا ژمنې عملي شي‌ او طالبان په «خپلو تعهداتو» ټېنګ ونیسي. امریکایي چارواکي وايي د تړون په اساس، طالبان باید اجازه ورنکړي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې بیا فعالې شي، له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد کار واخیستل شي او له ترهګرو ډلو سره روابط هم پرې کړي. طالبان ادعا کوي چې په خپلو ژمنو یې عمل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، په افغانستان کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې بیا فعالې شوې او له طالبانو سره نژدې روابط لري.

طالبانو واک ته له رسېدو ورسته خپل حکومت اعلان کړ چې د کابینې ټول غړي یې د خپل «غورځنګ کسان دي چې ملایان او مولویان» دي او په ټوله کابینه کې یې یوه ښځه هم نه شته. نړیواله ټولنه له طالبانو څخه غواړي چې داسې حکومت جوړ کړي چې د افغانستان ټول خلک او په ځانګړي ډول اقلیتونه په کې خپل ځانونه وویني، خو طالبان خپل حکومت همه شمول ګڼي.

طالبانو همدغه راز تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو، کار، فعالیت او نور مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي. امریکا او نړیواله ټولنه دا بندیزونه غندي او له طالبانو یې د لېرې کېدو غوښتنه کوي.