له طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د افغانستان پر حالاتو غونډه وکړه.‌ ددغه سازمان ویاند ویلي په سیاسي او د سولې په چارو کې د سرمنشي مرستیالې د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د امنیت شورا دې غونډې ته معلومات ورکړي.

د امنیت شورا د پړاویزې مشرۍ لرونکې ګیانا او یوولسو هېوادونو استازو په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان پایېدونکې سوله او پرمختګ یوازې له یوه داسې هر اړخیز سیاسي بهیر سره راتلی شي چې د افغانانو بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته په درناوي ولاړه وي.

په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو جنسیتي تبعیض په کلکه غندي، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کوي او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.

په دغه خبرپاڼه کې چې د امنیت شورا یوولسو غړو هېوادونو استازو لاسلیک کړې راغلي، د امنیت شورا یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د بیا مدغمېدو او نړیوالو مکلفیتونو ته باید ژمن پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیرې کارولین رودریګوس-بیرکټ چې د امنیت شورا مشره هم ده، د ښځو، سولې او امنیت د ګډو ژمنو د ډلې په استازیتوب د افغانستان د وضعیت په اړه ګډه اعلامیه ولوستله او وویل "موږ په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو دوامداره سیستماتیک زور زیاتي او تبعیض په جدي ډول غندو او له طالبانو غواړو ژر تر ژره ټول هغه سیاستونه او فرمانونه لغوه کړي چې پر بنسټ یې پر ښځو او نجونو د زدکړې او کار محدودیتونه لګول شوي او د هغوی د فعالیت او بیان ازادۍ حقونه یې اغېزمن کړي دي".

د طالبانو حکومت د امنیت شورا د غونډې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو وړاندې دوی پرلپسې ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې ټول حقونه ورکوي او پر دې یې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو مسله د افغانستان داخل‍ي موضوع ده او نړیوالو ته پکې د لاسوهنې اړتیا نه شته.


که څه هم ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د امنیت شورا د پرونۍ غونډې یوه مهمه موضوع وه، خو داسې ښکاري چې په دغه غونډه کې په دې تړاو کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

د طالبانو حکومت ددغه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو مخالفت کړی دی.

وړاندېداسې اټکل کېده چې ښايي د دوحې په ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ګومارنې په اړه پرېکړه وشي، خو چین، ایران او ظاهراً پاکستان ددې کار مخالف وو.

د نوي استازي ګومارنې په اړه ښاغلي ګوتېرېش ویلي وو، په دې برخه کې سلامشورې پیلوي.

په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ښځې او نجونې باید د عمومي ژوندانه،‌ سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو بشر حقونو او ازادۍ کې خپلو اساسي حقونو ته بشپړ لاسرسی ولري.

د امنیت شورا په دې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په انکشافي اقتصاد او سیاسي بهیرونو کې د ښځو ګډون د پرمختګ لپاره حیاتي بڼه لري چې له پامه غورځول یې ناوړه پایلې لرلی شي.

ګډشموله حکومت
په اعلامیه کې د طالبانو پر حکومت غږ شوی چې د افغانستان نړیواله ژمنتیا باید رعایت شي. "افغانستان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشر حقونو د سرغړونو او جنایتونو ځواب‌ویونکی وي. په افغانستان کې ساړه ژمي او طبیعي افتونو بشردوستانه وضعیت لا پسې ترینګلی کړی".

د ګډې اعلامیې پای کې له طالبانو په ټینګه غوښتل شوي چې په بشردوستانه مرستو رسولو، پروګرام جوړولو او اړتیاوو مشخصولو کې د ښځو ونډه حیاتي ده او نشتوالی یې پر هغو مرستو منفي اغېز کوي چې ښځو، ماشومانو او د لوړ عمر کسانو ته رسېږي.

د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش ویلي وو د غونډې ګډونوال پر یوه خوله وو چې افغانستان کې سوله غواړي؛ داسې سوله چې له ځان او نورو سره د ارام ژوند وکړي، افغانستان په بشپړ ډول له سیاسي او اقتصادي پلوه په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي.

هغه ویلي وو ګڼ هېوادونه په افغانستان کې یو ګډشموله حکومت غواړي چې د ټولو قومونو استازي پکې شامل وي او همداراز د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه کې اصلي غوښتنه او بنسټیز شرطونه دي.