بلینکن: د افغان ښځو د تعلیم، مهارت او ظرفیت لوړولو نوي پروګرامونه پيلوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن سه شنبه فبروري ۲۶ (کب اتمه) د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، مهارت، وړتیا، کاروبار او دا ډول نورو برخو لپاره د دریو نویو پروګرامونو د پيل کولو خبر ورکړ.

بلینکن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWER) په غونډې کې دا څرګندونې وکړې.

نوموړي وویل چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو له کلکو بندیزونو سره سره بیا هم افغان ښځې او نجونې هوډمنې دي چې زده کړې وکړي، کار وکړي او د خپل اینده لپاره هلې ځلې وکړې. هغه وویل چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

انتوني بلینکن په خپلو خبرو کې اعلان وکړ چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف به له ځينو نورو دخېلو سازمانونو سره یو ځای د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نورو پرمختګونو لپاره درې پروګرامونه پیلوي.

هغه وویل: «ایتلاف به انلاین ټراینینګونه، د مهارتونو لوړولو لپاره به افغان ښځو ته کورسونه برابروي چې دندې ترلاسه او عاید ولري.» هغه د بېلګې په ډول وویل چې د قطر حکومت، د قطر بنسټ او امریکایی تعلیمي ادارې به په ګډه لسګونه زره افغان ښځو ته مسلکي او تخنیکي کورسونه برابروي.

بلینکن د مایکروسافټ شرکت او لینکډن شرکت یادونه هم وکړه او ویې ویل چې افغانې ښځې به له دې لارې هم سندونه ترلاسه کړي او هم به هغو شرکتونو ته لار پیدا کړي چې خلک په کار ګماري، چې په خپلې برخې کې کار وکړای شي.

طالبانو افغانستان ته له راتګ وروسته له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زده کړو بندیزونه ولګول. نړیوالې ټولنې یې دا بندیزونه غندلي دي او لېرې کېدو غوښتنه کوي، خو طالبان وایي چې په دې اړه کار کوي.

د طالبانو د دغو بندیزونو له کبله سلګونه زره افغانې نجونو له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه بې برخې شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دا خبره هم وکړه چې د نوي پروګرامونو له لارې به د امریکا او نورې تعلیمي ادارې به «تحصلي برسونه (سکالرشیپ) برابروي، چې په امریکا کې مېشتې افغانې کډوالې خپل لیسانس او ماستري بشپړه کړي».

طالبانو په افغانستان کې د ښځو په کار کلک بندیزونه لګولي، یوازې په تعلیم او روغتیا برخه کې یې خاصه استثنی لیدل کېږي، خو د بل هېڅ ډول اقتصادي مشارکت اجازه نه ورکوي.

بلینکن وویل د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف به د نوي پروګرام له لارې له «افغان ښځو سره مرسته کوي چې خپل کاروبار او تجارت پیل او وغوړوي». هغه وویل چې د متحدو ایالتونو د اریزونا د تجارت پوهتون به په وړیا ډول افغان ښځو ته په مالي او ډیجیټلي مارکیټ په برخو کې وړیا کورسونه برابروي.

بلینکن وویل چې په نړۍ کې ۷۰ هېوادونه دي چې د افغان ښځو د تعلیم او حقونو په برخه کې ګد کار کوي او د دغه نوي پروګرام څخه به د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې افغانې ښځې او نجونې استفاده کوي.

هغه د پروګرام د پيل کېدو دقېقه نېټه اعلان نه کړه، خو ویې ویل چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف به یې پیلوي.

بلینکن په ښځو او نجونو باندې د طالبانو کلکو بندیزونو ته په اشارې وویل چې د دغه کار زیان ټول افغانستان او ټولو افغانانو ته رسي. هغه وویل چې په اقتصادي برخه کې د ښځو د مشارکت له لارې به افغانستان څه باندې یو میلیارد ډالر ګټه کوي او اوس دا ګټه یې نشته. هغه یوې سروې ته په شارې وویل چې د افغانستان څه باندې ۸۵ سلنه خلک غواړي چې نجونې یې زده کړې وکړې، خو په خبره یې طالبانو د خپلو خلکو د توقع خلاف کارونه کوي.

طالبان وايي چې د «شرعیت» په اساس ښځو ته حقوق قایل دي او د زده کړو بندیز یې تر «امرثاني» پورې دی.