هند وايي یو شمېر اتباع یې د روسیې پوځ کې په دندو ګمارل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ فبروري ۲۳ (کب ۴) تائید کړه چې د دې هیواد یو شمیر اتباعو د روسیې له پوځ سره دندې اخیستي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له مسکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې دغه هندیان له دندو لیرې او په خوندي ډول یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

د هندو ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ خبر خپور کړ چې شاوخوا ۱۸ هنديان د اوکراین سره د روسیې په سرحدي سیمو کې د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه بند پاتې دي.

ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه درې تنه یې د روسي پوځیانو تر څنګ جګړې ته اړ ایستل شوي وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا تائید نه کړه چې هنديانو په جګړه کې فعاله برخه اخیستې ده خو په یوه خبرپاڼه کې یې وویل چې "څرګنده شوې چې یو شمېر هندي اتباعو د روسیې له پوځ سره د ملاتړ دندو ترلاسه کولو قراردادونه لاسلیک کړي دي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د هند سفارت په منظمه توګه دا موضوع د روسیې له اړوندو چارواکو سره مطرح کړې ترڅو دغه خلک ژر تر ژره له دندو لیرې کړي... موږ له ټولو هندي اتباعو څخه غواړو چې له احتیاط څخه کار واخلي او له دې شخړې څخه لیرې پاتې شي."

د هندو ورځپاڼې په راپور کې ادعا شوې چې دغه هنديان په دوبۍ کې د استخداموونکو له خوا د لوړ معاش او د روسیې پاسپورت د ترلاسه کولو د ژمنې په بدل کې د روسیې د پوځ سره د دندې اخیستلو ته هڅول شوي دي.

مسکو ته په رسیدو سره، د راپورونو له مخې، دغو هنديانو ته د "روسیې پوځ لخوا د وسلو او مهماتو" استعمالولو روزنه ورکړل شوې او د جنوري په میاشت کې د جګړې لومړیو لیکو ته لیږل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې ځینو هندي اتباعو له دې وړاندې په خپله خوښه له اوکرایني ځواکونو سره دندې ترلاسه کړي خو دا لومړی ځل دی چې هندیانو د روسیې د پوځ سره دندې اخیستي دي.

ددغو هندیانو له جملې څخه یو تن د هندو ورځپاڼې ته ویلي چې هند ته د ستنولو دپاره یې غوښتنه په مسکو کې د هند د سفارت له خوا په مکرر ډول له پامه غورځول شوې ده.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د دوو کلونو د پوره کېدو سره، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي منلې ده چې پوځیان یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له "خورا ستونزمن" وضعیت سره مخامخ دي.

اوکراین د امریکا په مرستو کې د خنډ ایجادېدو، د یو لوی او بډایه پوځ پر ضد د ناکامو ځوابي عملیاتو او مهماتو د کمښت له کبله کمزوری شوی دی.