پاکستان کې د ائتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه؛ شهباز شریف به لومړی وزیر او زرداري به ولسمشر وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پاکستان کې له جنجالي انتخاباتو وروسته په دغه هېواد کې دوه سیاسي ګوندونه په رسمي ډول د حکومت جوړولو لپاره موافقې ته رسېدلي دي.

د مسلم لیګ ګوند نواز شریف څانګه به د حکومت جوړولو لپاره د پاکستان د پیپلز ګوند ملاتړ ترلاسه کړي.

دواړو ګوندونو د فبرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې زندان ته اچول شوی دی د وفادارو کاندیدانو پرتله لږې څوکۍ وګټلې.

د ښاغلي خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند، په X ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې، دا ټلواله "د اجنډا غله" بللې ده.

د هغه غورځنګ ادعا کوي چې په رایو کې درغلۍ شوې چې واک ته په رسېدو کې د هغه د پلویانو مخه ډب کړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند او پیپلز ګوند لومړی ځل شپږ ورځې وړاندې د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل. دوی د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اوس یوې بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل: "د ټلوالې موخه د هېواد له اقتصادي بحران سره مقابله ده."

پخواني لومړي وزیر شهباز شریف او د مسلم لیګ نون عمومي منشي هم ژمنه وکړه چې "د اقتصادي ستونزو او نورو ننګونو د حل لپاره به په ګډه کار کوي".

د دې موافقې له مخې ښاغلی شریف به د دویم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر شي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري به د ولسمشرۍ لپاره ائتلافي نوماند وي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل: "د ټلوالې موخه د هېواد له اقتصادي بحران سره مقابله ده."

د لومړي وزیر د ټاکلو بهیر به پارلماني رایې ته اړتیا ولري، چې تمه کېږي د فبرورۍ په پای کې ترسره شي. د ولسمشر د ټاکلو لپاره بله ټاکنه به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د کابینې لوړ پوړي غړي به څوک وي.

وروستیو جنجالي انتخاباتو کومه قطعي نتیجه ورنه کړه.

د تحریک انصاف مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان زنداني شو او د هغه له خوا منظور شوي نوماندان مجبور شول چې د ګوند تر نښان لاندې د سیالۍ پر ځای په خپلواکه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي. په هر صورت، دوی د لوی بلاک په توګه راڅرګند شول.

ښاغلي خان ته نژدې نوماندانو وکولای شول چې په پارلمان کې ۹۳ څوکۍ وګټي، چې د حکومت د جوړولو لپاره له اړین اکثریت – ۱۶۹ څوکیو څخه کمې وې.

دې کار د نواز شریف ورور او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر شهباز شریف د مسلم لیګ څانګې ته لاره هواره کړه چې له پیپلز ګوند سره خبرو ته کښېني.

دغه ګوند ۷۵ څوکۍ وګټلې، په داسې حال کې چې د پیپلز ګوند ونډه ۵۴ څوکۍ وه. دا دواړه ګوندونه به د کوچنیو ګوندونو په ملاتړ او د ښځو او مذهبي اقلیتونو لپاره د ځانګړو شویو څوکیو په ټاکلو سره د حکومت جوړولو لپاره لازم اکثریت ولري.

دواړه ګوندونه د هغه ائتلاف برخه وه چې ښاغلی خان یې په ۲۰۲۲ کې له واکه لرې کړ. هغه د ۲۰۲۴ په جنورۍ کې زندان ته لاړ چې د حکومتي رازونو د افشا کولو په تور د لسو کلونو بند سزا پرې وختله، هغه تور چې دی یې ردوي.

تحریک انصاف د انتخاباتو د نتیجو په اړه شکایتونه عدالتونو ته سپارلي او په ټول هېواد کې یې احتجاجونه وکړل.

د جماعت اسلامي ګوند حافظ نعيم الرحمان تېره اونۍ په کراچۍ کې له خپلې څوکۍ وروسته له هغه استعفا وکړه چې ادعا يې وکړه سیمه ییزو ټاکنیزو چارواکو په ټاکنو کې له تحریک انصاف نه د ده د سيال د ګټلو د مخنيوي لپاره یې لاسوهنه کړې ده.

په وروستیو ورځو کې په هېواد کې ټولنیزې شبکې ګډوډې شوې دي. د انټرنېټ ترافیک څارونکي NetBlocks وویل چې د اېکس شبکه لاهم د سه شنبې په ورځ ډېری خلکو ته د لاسرسي وړ نه ده.