د دوحې دویمه غونډه پیل شوه؛ ډاکټر نعیم وايي‌ "تشریفاتي ګډون" نه غواړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه ځانګړې دوه ورځنۍ غونډه نن یکشنبه پيل شوه.

په دې غونډه کې افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او اروپايي ټولنې پر ځانګړو استازو سربېره د افغانستان د نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

دمګړۍ دوه اړخیزې او درې اړخېزې ناستې روانې دي او عمومي غونډه به د ورځې وروستیو کې پیل شي.

د دې غونډې مشري پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش کوي.

ټاکل شوې،‌ چې دا ځل به هم د تېر په څېر د شاوخوا شلو هېوادونو استازي د بندو دروازو تر شا او د خبریالانو له کمرو لېرې پر افغانستان بحثونه کوي.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې غونډه کې د نه ګډون پرېکړه کړې.

په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر ډاکټر نعیم له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په دغه ناسته کې د دوی استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي "په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."

نوموړی وايي، د دوی دوو مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د طالب استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي‌ سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.‌

نوموړی وايي،‌ په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د نورو کسانو له ګډون سره مخالف دي.‌ د ښاغلي نعیم په وینا "زموږ له ګډون پرته به" د دې غونډې پایلې ډېرې مثبتې نه وي.

د دې لړۍ لومړۍ غونډه د تېر ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړیو کې جوړه شوې وه.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه (د فبرورۍ ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت "ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي، نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو."

په اعلامیه کې زیاته شوې "که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي."

پر څه بحثونه کېږي؟
ملګري ملتونه او په ځانګړي ډول امریکايي ديپلوماتان هڅه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نړۍ چلن له "یوه دریځه وي." د دوحې په تېره غونډه کې هم یوه سلا پر دې شوې وه چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د کابو کولو لپاره دې نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت سره ښکېله پاتې شي.‌

که څه هم د طالبانو ځینې مخالفان په افغانستان د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو ښکېلتیا سره مخالف دي‌ او په دې اړه یې غونډې هم کړې دي، خو د سیمې هېوادونه،‌ امریکا او ملګري ملتونو په دې باور دي چې د طالبانو له حکومت سره له ښکېلتیا پرته بله لار نه لري، خو هممهاله دا ټینګار هم کوي‌ چې دا ښکېلتیا د طالبانوحکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده.‌

د دوحې په دوه ورځنیو ناستو کې به د ملګرو ملتونود عمومي منشي له لوري د ارزونکي فریدون سینیور اوغلو خپلواکو اروزونو باندې هم بحث کېږي چې امنیت شورا د رایو په اکثریت د ۲۰۲۳کال په ډسمبر کې تائید کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له عمومي‌ منشي غوښتنه کړې وه چې د افغانستان په اړه خپلواکې ارزونې ورته وړاندې کړي.‌ د همدې لپاره ښاغلي اوغلو د افغانستان به بېلابیلو ولایتونو کې له خلکو، طالب چارواکو او بهرنیانو سره خبرې کړې وې او پر بنسټ یې خپلې ارزونې لیکلې وې.‌

فریدون سینیرلي اوغلو د دوحې له ناستې مخکې افغانستان ته په سفر تللی و

د هغه په ارزونو کې یوه مهم وړاندیز دا و چې نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي دې له افغانستان سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي. د هغه په وړاندیزونو کې دا هم ویل شوي و چې د نړیوالې ټولنې په اقتصاد او سیاست کې د افغانستان د بېرته ورګډېدو لپاره یوې تګلارې ته اړتیا شته.

اوس اټکل دا دی چې ښايي‌ د دوحې په مجللو هوټلونو کې د دوه ورځینو ناستو پر مهال پر همدغسې یوې تګلارې او بهیر هم بحث وشي- هاغسې چې په ارزونو کې یې وړاندیز شوی او امنیت شورا یې هم ملاتړ کړی دی.