ګوتېرش: طالبانو سره د تعامل لپاره د ځانګړي استازي په ګمارلو نړیوالې ټولنې سره مشورې پیلېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش په قطر کې د افغانستان په اړه د غونډې په وروستۍ ورځ وویل چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.

نوموړي نن دوشنبه فبروري ۱۹ (سلواغه۳۰) وویل چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته راشي، خو وايي چې هغوی یې بلنه ونه منله. ګوتېرش هیله وښوده چې د طالبانو استازي په اینده کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې د ګوتېرش په وینا ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

راپورونه وايي چې د طالبانو شرطونه دا وو چې د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګمارل کېدو په اړه بحث نه کېږي، په غونډې کې دې طالبان د افغانستان د استازي په توګه ومنل شي‌ او د طالبانو پلاوی به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره ملاقات کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې دا غونډه «زیاته مثمره» او با نتیجې وبلله او ویې ویل چې د طالبانو نه ګډون غونډې ته هېڅ زیان رسولی نه دی. هغه وویل چې د طالبانو شرطونو د هېوادونو له استازو سره د ملاقات لپاره د ملګرو ملتونو حق اخیسته.

نوموړي‌ د دوحې د غونډې د هدف په اړه وویل: «موږ د یو سوله ایز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري»

ګوتېرش وویل چې نړیوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړیوالو سره د طالبانو حکومت د اړیکو په ټېنګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي‌ سره به طالبان د نړیوالې ټولنې سیاسي‌ او اقتصادي‌ میکانیزمونو کې ور ګډ شي.

نوموړي وویل چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره ګډونوال د ملګرو ملتونو د ځانګړي مفتش له ارزونو سره موافق وو، چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګمارل وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدغه راز د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ځینو مشخصو هېوادونو څخه د تماس د یوې ډلې د جوړولو د طرحې په اړه هم وغږېده چې په خبره یې له طالبانو سره په تعامل کې نوره هماهنګي هم وشي. خو ویې ویل چې د تماس ډلې جوړول د هغه شخصي نظر دی.

انتوني ګوتېرش وویل چې روسیې غوښتي وو چې د دوحې په غونډې کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره لیده کاته ونه شي خو ویې ویل: « زه له دغه وړاندیز سره بیخي مخالف یم. له طالب مقاماتو سره ملاقاتونه مهم دي، خو فکر کوم دا هم ډېر مهم دي چې په افغانستان کې د نورو خلکو خبرې هم واورېدل شي».

د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب خبریال لطف الله نجفي زاده، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه ګل رضايي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو فعاله میترا مهران د دوحې غونډې ته بلل شوي‌ وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ،‌ خو د سختو کړنلارو او د حکومت جوړښت ته یې په کتو لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

افغانستان باید د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل نه شی، داسې همه شمول حکومت جوړ شي چې ټول قومونه، اقلیتونه او مذهبونه په کې ځان وویني، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو زده کړو حقونو ته درناوی وشي او دا د انتوني ګوتېرش په وینا، د نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنې دي.