طالبانو د دوحې په غونډې کې له ګډون انکار وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) ویلي چې د قطر په پایتخت دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا په رابلل شوې غونډې کې ګډون نکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویلي چې دا ډله یوازې په هغه صورت کې پدې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د یوازیني رسمي استازي په توګه ومنل شي.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، " د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې چې که اسلامي امارت د یواځیني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو تر منځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي نو ګډون به ګټور وي خو پدې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو".

طالبان خپل حکومت اسلامي امارت بولي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندي پیژندلي او دې ډلې ته د افغانستان اوسنیو چارواکو په توګه خطاب کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش پدې غونډې کې د افغانستان د مدني ټولنې غړیو او د طالبانو مخالفو ډلو ته د ګډون بلنه ورکړې تر څو د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو د ځانګړو استازو سره وګوري.

د ښاغلي ګوتریش ویاند سټیفان دوجاریک د جمعې په ورځ په دوحې کې د غونډې په هکله وویل چې د طالبانو سره به وکتل شي خو د مدني ټولنې غړیو او د میرمنو سره به هم ملاقاتونه وشي "ځکه مهمه ده د افغان میرمنو غږ په ښکاره او لوړه توګه واوریدل شي".

ملګرو ملتونو پدې غونډې کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه خو طالبانو پدې غونډې کې خپل ګډون داسې مطرح کړی چې ګواکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونو ګوتریش هغوي د افغانستان د رسمي استازو په توګه دې غونډې ته وربللي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې د دوحې په غونډې کې د دې ډلې مخالفینو ته د ګډون سره مخالفت ښودل شوی او دا یې هم ویلي چې په خبرو کې پرمختګ کیدی شي خو حقایق باید په نظر کې ونیول شي.

په اعلامیې کې راغلي، " که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغیز او فشار لاندې رانشي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د چا تر اغیز لاندې نه راځي نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي".

طالبانو دا اعلامیه داسې مهال خپره کړې چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو لخوا رابلل شوې غونډه په دوحه کې پیل شي او پدې سره هغه اندیښنې هم ختمې شوې چې آیا طالبان به پدې غونډې کې ګډون وکړي که نه.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیر خان متقي له قوله ویلي و که د ملګرو ملتونو او "اسلامي امارت" تر منځ د افغانستان په هکله په ټولو موضوعاتو په لوړه کچه معنی لرونکي سلا مشورې وشي، نو د دوحې غونډه به یو فرصت وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

طالبان: که د دوحې غونډه کې د ګډون شرایط مو ونه منل شي په کې ګډون نه کوو
د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، تر اوسه د دې ډلې سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

سره لدې چې ډیری هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري او بهرني چارواکي هم په منظمه توګه د طالبانو سره ګوري خو چین یوازینی هیواد دی چې تر دې دمه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته استولی دی.

چین پدې ټینګار کوي چې لا یې هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیواله ټولنه وایي که طالبان غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي، باید داسې حکومت جوړ کړي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوي وي او د میرمنو او نجونو پ کار او تعلیم لګول شوي بندیزنه هم باید لیرې کړي.