د بشکیک امنیتي ناسته: روسيه وایي، لوېدیځ افغانستان د "ساعتي بم" په څېر پرېښود

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د قیرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ناسته روانه ده چې پکې د روسیې استازي یو ځل بیا د افغانستان د روان وضعیت ټوله پړه په لوېدیځ او امریکا اچولې ده.

د روسیې ټاس خبري اژانس په دې ناسته کې د هغه هېواد د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای پاتروشیف خبرې را اخیستې چې تور پورې کوي د لوېدیځ د " جیو پولیټیکو پلانونو یا توطیو" تر پوښښ لاندې افغانستان د شلو اورپکو ډلو په مرکز بدل شو او د هغه په ټکو دا مهال " ۲۳ زره" وسله وال په هغه هېواد کې فعالیت لري.

نوموړی وایي د لوېدیځ دغه پلانونه چې پای نه لري افغانستان یې مهمه برخه دی. دی وايي:" د افغانستان د اوسني ستونزمن حالت اصلي مسئوليت بايد د امريکا او متحدينو پر غاړه یې وي."

د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا مشران او لوړپوړي چارواکي د بشکیک په شپږمه غونډه کې راټول دي څو په افغانستان کې د اورپکو ډلو او نیشه یي توکو قاچاق له امله دوی ته د ورپېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

روسیه چې ډېر کله خپل سیالان امریکا او متحدین یې د ستونزو اصلي لامل بولي دا تور بیا پورې پورې کوي چې په افغانستان کې یې د شل کلن حضور پر مهال د وضعیت ښه والي لپاره هیڅ و نه کړل او له جګړې وروسته افغانستان لاهم په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی.

د ښاغلي پاتروشیف په وینا:" لوېدیځ او امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال پرېمانه وسلې هلته پرېښودې چې ورسره دغه هېواد د یوه عیار شوي ماین په توګه پاتې شوی."

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي وایي دغه پاتې وسلې په افغانستان کې د اورپکو ډلو ترمنځ ووېشل شوې او دارنګه د درېمو هېوادونو په تور بازار کې د وسله والو ډلو لاس ته لوېدلې دي.

نوموړي دغه وسلې د سیمې هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

روسیې له دې وړاندې هم ورته تورونه لګولي خو امریکا او متحدان یې تل دا ډول تورونه ردوي.

بل خوا په افغانستان کې د شلو اورپکو ډلو او ۲۳ زره جنګیالیو د فعالیت په اړه د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي دې نویو تورونو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

خو وړاندې طالب چارواکو په وار وار په افغانستان کې د نورو اورپکو ډلو شتون او فعالیت رد کړی دی.

د یادولو ده چې د بشکیک په ناسته کې د قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، روسیې، چین، هند او ایران لوړ پوړي امنیتي چارواکي ګډون لري چې ډېر تمرکز یې په افغانستان او له افغانستانه دغو هېوادونو ته د ممکنه ورپېښېدونکو ګواښونو په هکله ور ټول دی.