عمران خان د پاکستان د لومړي پوځي دیکتاتور لمسی عمر ایوب صدراعظمۍ ته ونوماوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان یو مهم مرستیال د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل ښاغلي خان چې اوس په زندان کې دی، عمر ایوب خان د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره د نوماند په توګه پارلمان ته معرفي کړی دی.

عمر ایوب خان د پاکستان د لومړي پوځي دیکتاتور جنرال ایوب خان لمسۍ دی چې کلونه کلونه یې پر پاکستان حکومت کړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند همداشان په ټول هیواد کې د هغه څه په وړاندې چې وایي په ټولټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي، د اعتراضونو د پیل کیدو اعلان هم وکړ. د ټاکنو کمیسیون په ټاکنو کې د درغلیو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې قانوني محاکم به دغه ډول اندیښنو ته ځواب ووایي.

دا په داسې حال کې دي چې په پارلماني انتخاباتو کې هیڅ یو ګوند غوڅ اکثریت نه دی ترلاسه کړی. د عمران خان د ملاتړ څخه برخمنو خپلواکو کاندیدانو د پارلمان له ۲۶۴ څوکیو څخه ۹۲ څوکۍ وګټلې او اوس په پارلمان کې تر ټولو لوی ګروپ دی. عمران خان پداسې حال کې د دریو لویو ګوندونو سره ایتلاف رد کړی، چې ګوند یې د حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان پوره څوکۍ ندي ګټلي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو جګپوړي مشر اسد قیصر په زندان کې له پخواني صدراعظم سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، «عمر ایوب به د صدراعظمۍ لپاره زموږ کاندید وي، هغه د عمران خان له خوا نوماند شوی دی».

قیصر وویل چې د پاکستان تحریم انصاف (پی ټي ایم) ګوند به د ایوب خان د کاندیدۍ په ملاتړ د خبرو لپاره نورو ګوندونو سره خبرې وکړي. د خان مخالفینو لا دمخه د اقلیت حکومت جوړولو لپاره د ایتلاف کولو اعلان کړی دی.

ایوب خان دا مهال پټ دی او د قانون پلي کوونکي د فساد په ګډون د مختلفو پلټنو لپاره د هغه په لټه کې دي. هغه په انتخاباتي کمپاین کې له ګډون پرته په ټاکنو کې برخه واخیسته او یوه څوکۍ یې وګټله.

نوموړی تر دې مخکې د عمران خان د اصلي سیال نواز شریف د ګوند او د پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف د واکمن ګوند غړی و.
ایوب د پاکستان د لومړي پوځي دیکتاتور ایوب خان لمسی دی چې له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۹ پورې یې پر پاکستان واکمني وکړه.

دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان پخوانی صدراعظم شهباز شریف د سه شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۴) وروسته تر هغه د هیواد راتلونکي صدراعظم په توګه ځان کاندید کړ چې د بلاول بهټو په مشري د پیپلز ګوند یې د ملاتړ ژمنه وکړله.

د پاکستان مسلم لیګ - نواز ګوند چې په پارلماني انتخاباتو کې یې ۸۰ څوکۍ ګټلې وې، دا یې ندي ویلي چې ولې د پخواني صدراعظم نواز شریف پر ځای یې کشر ورور د صدراعظمۍ مقام ته کاندید کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې په هیواد کې د سیاسي ثبات برحاله کولو لپاره به یې ګوند په پارلمان کې د شهباز شریف ملاتړ وکړي تر څو د هیواد راتلونکی صدراعظم شي.