بلینکن د روسیې د فضايي وسلو په اړه له چین او هند سره اندېښنه شریکه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) د خپل چینايي سیال وانګ یي سره په خبرو کې، د روسیې له خوا په فضا کې د سپوږمکیو ضد وسلو ځای په ځای کولو په اړه د متحده ایالاتو اندېښنه شریکه کړه.

امریکایي چارواکو ویلي، بلینکن د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیم جیشنکر سره په کتنه کې هم دا مسله مطرح کړې ده.

واشنګټن د پنجشنبې په ورځ د روسيې د "فضا میشته" وسلو په اړه اعلان وکړ. خو مسکو دا خبره رد کړې او هغه یې "بې بنسټه" ادعا بللې ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه تائیدولی شم چې دا د سپوږمکۍ ضد وړتیا پورې اړه لري چې روسیه وده ورکوي. دا یو فعال ظرفیت نه دی چې ځای په ځای شوی وي. د هیچا خوندیتوب ته سمدستي ګواښ نشته... خو د روسیې لخوا د دې ځانګړي وړتیا تعقیب د اندېښنې وړ دی."

کربي تائید کړه چې د روسیې دا وسله "فضا میشته" ده، خو د متحده ایالاتو په رسنیو کې یې د هغو تبصرو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې ایا دا وسلې اتومي توان لري که نه.

خو کربي وویل چې دا اقدام به د ۱۹۶۷ له هغه تړون څخه سرغړونه وي چې روسیې او متحده ایالاتو دواړو لاسلیک کړی او په فضا کې د اټومي وسلو ځای پرځای کول منع کوي.

هغه زیاته کړه، دا وسلې کولی شي د ځمکې په مدار کې د ستورمزلو او سپوږمکیو ته جدي خطر رامنځته کړي.

کربي وویل: "موږ د یوې داسې وسلې په اړه خبرې نه کوو چې په انسانانو باندې د برید لپاره کارول کیدی شي یا دلته په ځمکه کې فزیکي تباهي رامنځته کړي."

د روسیې له لوري‌ فضا ته د ایران د سپوږمکۍ استولو اندېښنې پارولې 
د متحده ایالاتو یو چارواکي فرانس پرس ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن له خپلو چینايي او هندي سیالانو سره په کتنو کې، "ټینګار کړی چې د دې وړتیا رامنځته کول باید د اندیښنې وړ وي."

ددې امریکايي چارواکي په خبره چې نوم یې نه دي خپور شوی، بلینکن ژمنه کړې چې "هغه به د مونیخ د امنیتي کنفرانس په نور غونډو کې دا مسئله راپورته کړي."

د امریکا او چین اړیکې

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې لیدلي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تایوان، سوداګرۍ، بشري حقونو او یو لړ نورو مسایلو پر اړه ترینګلیتا زیاته شوې ده.

واشنګټن له بیجینګ سره په دې اړه هم اختلاف لري چې چین په داسې حال کې له روسیې سره نږدې اړیکې پالي چې مسکو په اوکراین کې په جګړه بوخت دی.

که څه هم د امریکا د ولسمشر په نوښت د تیر کال راهیسې له چین سره تاوتریخوالی کم شوی، خو بیجینګ د امریکا له لورې د کمپیوټري چیپونو پر صادراتو د بندیز په ګډون پر ځینو مسایلو ناراضي دی.

په نومبر کې د بایډن او د چین د ولسمشر شي جینپینګ له کتنې وروسته، د متحده ایالاتو یو پلاوی د فبرورۍ په میاشت کې د خبرو دپاره چین ته ولاړ. ددغو خبرو عمده موضوع له چین څخه صادرېدونکي د "فینټینیل" په نوم د قوي درد د وژلو درمل دي چې ویل کیږي په متحده ایالاتو کې یې ډیر خلک روږدي کړي دي.