ستانکزی: مونږ د ډیورنډ خط نه په رسمیت پیژندلی او نه یې پیژنو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دپاره د پاسپورت او ویزې له غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني.

ښاغلي ستانکزي د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) په لوګر کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د کالیزې په مناسبت په یوه وینا کې وویل: "نیم ټوټه افغانستان نن جلا دی د ډیورنډ خط نه اخوا واقع دی. دا پداسې حال کې چې مونږ د ډیورنډ خط په ټول عمر کې نه په رسمیت پیژندلی او نه یې پیژنو."

ستانکزي په دې وینا کې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو مسلې ته په اشارې وویل: "نن زمونږ په ګاونډ کې زمونږ د شرق همسایه په ډیر ظالمانه صورت سره مهاجرین له هغه ځایه راباسي او ورته وایي تاسو خپل وطن ته ولاړ شئ. دوی بیا په دې نه شرمیږي او ددې حیا هم نه ورځي چې دا وطن خو د دوی وطن دی زمونږ وطن ندی. او یا یې سیم خاردار پرې تیر کړی دی د پاسپورت او ویزې تقاضا کوي."

عباس ستانکزي پدې ویدیویي وینا کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، ویلي چې پر ډیورنډ پولې د تګ راتګ دپاره د پاسپورټ او ویزې غوښتنه "قطعا د منلو نده او نه عملي کیدلی شي." هغه زیاته کړې: "دا قومونه څوک نشي سره جلا کولی. بلکې دا عمل د دوی دا تصمیم د دوی سبب ددې شي چې بیا به د ۱۹۷۱ کال د بنګال موضوع راسر ته کیږي او انشاالله دا ملکونه به ازادیږي."

د پاکستان حکومت تېر کال په نومبر کې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ. ددې اقدام په خلاف په پاکستان کې احتجاجونه هم شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې د ډیورنډ کرښه "یو نړیوال سرحد دی چې زه نه بلکې ټوله دنیا یې نړیوال سرحد بولي، د ملګرو ملتونو ۲۰۶ ملکونو دا تسلیم کړی دی چې دا انټرنیشنل باډر دی. د هغې نه پس افغانان چې څه وایي که نه واي دا د دوی داخلي بحث دی په هغه کې نه زه پریوزم نه په هغه کې څه دلچسپي لرم. افغانان که کوم نظر لري مونږ په زوره د هغوی نظر نه تبدیلوو، نه مو ورته خواست کړی دی چې تاسو یې بدل کړئ."

عباس ستانکزي دا څرګندونې پداسې حال کړي چې د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو د چارو وزارت سرپرست نورالله نوري هم څو ورځې وړاندې په تورخم کې په خپلو خبرو کې ویلي وو چې افغانستان د پاکستان سره سرحد نه، بلکې فرضي کرښه لري.

نورالله نوري چې د تورخم دروازې د تړل کیدو په وجه د رامنځته شویو ستونزو د حل په مقصد یې تورخم ته سفر کړی و، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې افغانستان د پاکستان سره "رسمي سرحد او صفري نقطه نلري او د ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه فرضي کرښه" ده.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک دروازې څو ځلې تړل شوي او د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونو وسله والې نښتې هم کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه مصطفی مدثر امریکا غږ ته وویل چې د ډیورنډ کرښه په تېرو ۷۶ کلونو کې تل له پیچلتیاو سره مل وه او ده.

هغه وویل: "د ډیورنډ کرښه د سرحدی کرښې په توګه یوه حقوقی مسله نه، بلکې یوه سیاسی مسله ده. دا په افغانستان کې یو قومي او ممنوع بحث ګرځېدلی دی."

د سیاسي چارو یو بل شنونکي میاګل وثیق بیا پدې هکله امریکا غږ ته وویل چې د ډیورنډ قرارداد د سلو کلونو لپاره و چې اوس یې وخت پوره شوی او افغانان هیڅ وخت ددې کرښې له منل کیدو سره موافق ندي.

هغه وویل: "دا د یو ملت غوښتنه ده، که سل ځله اغزن تار وکاږي خو که یې ملت ونه مني هغوی خپل هدف نشي ترلاسه کولی. دا مشکل د پاکستان د حاکمانو په غوښتنه نه هواریږي، دا د ملګرو ملتونو او د هغو ملتونو په نظر هواریدای شي چې هلته پراته دي. آیا هغوی د پاکستان څخه رضي دي؟ دا خلک د اغزن تار په غځیدو نه بیلیږي. هغوی [پاکستان] نشي کولی دغه وجود سره بیل کړي."

د افغانستان پخوانيو حکومتونو له پاکستان سره د بریتانوي استعمار د دورې د حدودو په اړه چې په ۱۸۹۳ کال کې په نښه شول، اختلاف لري. دا پوله د هغه وخت د بریتانوي هند د ډپلوماټ هنري مورټیمر ډیورنډ او د هغه وخت د افغانستان د واکمن عبدالرحمن خان ترمنځ د تړون په پایله کې رامنځته شوه.

پاکستان د افغانستان د حکومتونو اعتراضونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا نړیواله پوله په ۱۹۴۷ کال کې هغه مهال ورته په میراث پاتې شوه چې له بریتانیا څخه یې خپلواکي واخیسته.