طالبان: که د دوحې غونډه کې د ګډون شرایط مو ونه منل شي په کې ګډون نه کوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د افغانستان په تړاو په جوړیدونکي غونډې کې د ګډون لپاره خپل شرایط اعلان کړي او ویلي دي چې که شرایط یې ونه منل شي غوره ګڼي چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۴( سلواغې ۲۵) رسنیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې ویلي چې مولوي امیرخان متقي دا شرطونه په کابل کې د روسې د فدراسیون د سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې اعلان کړي دي.

ښاغلي متقي پرته له دې چې ددغو شرایطو په اړه پوره وضاحت ورکړي د دوحې په غونډه کې له ملګرو ملتونو سره د معنا لرونکو سلا مشورو فرصت او په ښه ډول د افغانستان د استازیتوب مسوولیت ترسره کول د خپلو شرایطو په توګه یاد کړي او ویلي دي چې په دې اړه یې خپل دریځ د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره هم شریک کړی دی.

ښاغلي متقي ویلي: " که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) وکولای شي چې د افغانستان د استازیتوب مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی."

همداشان مولوي امیرخان متقي ویلي چې که د "طالبانو د حکومت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼي" او د طالبانو حکومت په دې اړه د دوحې غونډې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت دی.

که څه هم طالبانو خپل شرطونه په مشخصه توګه ندي په ډاګه کړي، خو دغې ډلې ځنې نږدې سرچینې ادعا کوي چې د دوحې د ناستې په اجنډا کې "د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع نه شاملول او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي سره د طالبانو د پلاوي کتل" د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت شرطونه دي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو دوییمه مشورتي غونډه د قطر په پایتخت دوحه کې د فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي چې دا غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په ډله ییز ډول د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکیلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش په کوربتوب په دې جوړیدونکي غونډې کې د طالبانو د حکومت له خوا د دغه حکومت د استازو د ګډون لپاره د شرطونو د ایښودلو خبر افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د سه شنبې په ورځ د خپل ایکس ټولنیزه شبکه کې ورکړی و.

ښاغلي قمي هم پرته له دې چې په غونډه کې د طالبانو د ګډون د شرایطو په اړه جزئیات ورکړي دومره ویلي و چې طالبانو حکومت د دوحې غوندې کې د خپلو استازو د ګډون لپاره دوه اساسي شرایط ایښي دي.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتیدلی شي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په تړاو دوییمه مشورتي غونډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک پر اساس جوړیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي چې د امریکا متحده ایالات د دې پریکړه لیک ټینګ ملاتړ کوي چې په کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کیدو غوښته شوې ده. هغه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې ممکن وي، افغانستان لپاره دې ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک تیره اونۍ په نیویارک کې د دغې ټولنې له خواد د ځانګړي استازي د ټاکلو د وړاندیز سره د طالبانو د حکومت د مخالفت په اړه د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې برخه کې زیاتې فرضیې شته دی خو تراوسه هیڅ کوم نوی ځانګړی استازی نه دی ټاکل شوی.

هغه په دې اړه چې د دوحې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی برخه واخلي او که نه وویل چې نه غواړي کومه پریکړه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوي په اړه له وړاندې قضاوت وکړي.

ملګرو ملتونو د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د استازو د ګډون پرته د افغانستان په اړه خپل لومړۍ مشورتي غونډه جوړه کړې وه.

ملګرو ملتونو د لومړۍ غونډې د جوړیدو هدف "د طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاس رسی" ښودلی وو.