غزه کې درنو بمباریو لسګونه فلسطینیان وژلي؛ اسرائیل وایي رفح کې یې دوه تنه یرغمل ژغورلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسرائیل وايي، د غزې پر سوېلي ښار د اسرائیلي الوتکو د درنو بمباريو سره هم مهاله د رفح په ښار کې یې دوه تنه يرغمل شوي نارينه را خوشې کړي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي د خوشې شویو کسانو روغتیايي حالت ښه دی.

تر دې مخکې د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي و، په رفح ښار هوايي بریدونه شوي او ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر دغه ښار د اسرائیلو د پلان شوي برید په اړه د نړیوالې ټولنې خبر داري ورکړي وو، چې شاوخوا یو نیم میلیون کسانو په کې پناه اخیستې.

اسرائیلو ویلي، د غزې په سوېلي سیمو یې بریدونه کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې وروسته په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د اسرائیلو له امنیتي ادارې یا شین بیټ او د اسرائیلي پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، دوه اسرائیلي برمته شوي وژغورل شول. د دوی نومونه شپېته کلن فرناندو سیمون مارمن او اویا کلن لوئس هار یاد شوي دي.

ژغورل شوي یرغمل شوي کسان د معایناتو لپاره د اسرائیلو د شیبا طبي مرکز ته وړل شوي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په یوه نامعلوم ځای کې د شپې پر مهال د یوې چورلکې د ښکته کېدو عکسونه خپاره کړي دي، خو دا څرګنده نه ده چې دغه کسان په کې سپاره وو که نه.

ژغورل شوي څوک دي؟
د اسرائیلو دفاع وزیر یوف ګالنټ د ژغورنې عملیات "اغېزمن" بللي او زیاتوي: "موږ به په هر ډول چې وي، د برمته شویو د بېرته راستنېدو لپاره، خپلې ژمنې ته ټینګ پاتې شو."

اسرائیلي رسنیو ویلي، یرغمل شوي کسان د رفح ښار د یوې ودانۍ په دوهم پوړ کې ساتل شوي وو.

وروسته د شیبا د طبي مرکز سرپرست مشر ارمون ایک وویل: "ډېر خوښ یم چې وایم نن شپه دوه خوشې شوي یرغمل شوي دلته راوستل شوي او حالت یې ښه دی."

د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کې خپل عملیات وروسته تر هغه پیل کړل چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو لخوا د اسرائیلو په سوېل کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. یو شمېر یرغمل شوي کسان وروسته خوشې شول.

د دوشنبې په ورځ په رفح کې د اسرائیلو د ژغورنې عملیات وروسته تر هغه پیل شول چې په ښار کې عیني شاهدانو د ښار په شمال او مرکز کې د شپې په اوږدو کې د اسرائیلو د لسګونو هوایی بریدونو خبر ورکړ.

ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، په برید کې چورلکو او کیښتیو هم ونډه لرله.

د مرګژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه ورکول شوي دي. د اې اېف پي خبري اژانس په غزې کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت له قوله ویلي، د ماشومانو په ګډون ۵۲ تنه فلسطینیان وژل شوي. په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیایی چارواکو له قوله د مړو شمېر ۳۷ ښوولی دی.

د یکشنبې په ورځ، په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي و، د تېرې ورځې په اوږدو کې د اسرائیلو پوځ لخوا ۱۱۲ تنه نور فلسطینیان وژل شوي، چې په ټولیزه توګه د مړو شمېره ۲۸۱۰۰ او د ټپيانو شمېر ۶۷۵۰۰ ته رسېدلی دی.

یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اسرائیلو ته پر رفح ښار د خپل پلان شوي برید په اړه خبرداری ورکړی، چېرې چې د غزې له نورو سیمو ډېری خلک هلته ورتښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي. اوس د دوی د اوسېدو لپاره هېڅ خوندي ځای نشته.

رفح له مصر سره پر پوله غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو یوازینۍ لاره ده.