پاکستان کې ټاکنې؛ د عمران خان ګوند د ټاکنو بهیر کې د سترې محکمې مداخله غوښتې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې باید د ټاکنو بهیر کې مداخله وکړي چې د دوی په ټکو د هغو کسانو مخه ونیسي "چې په زور پر خلکو ځان تحمیلوي."

دې ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، له ټاکنو څلور ورځې وروسته لا هم د دوی په باور "له ناقانونه لارو د ټاکنو پایلې اړول کېږي او دا چاره پاکستان له سیاسي او اقتصادي پلوه بې ثباتۍ ته ټیل وهي."

بل پلو په پاکستان کې د ونډو بازار په کمساري ډول لوېدلی او له بې ثباتۍ سره مخامخ دی. د اوونۍ په پیل کې د ونډو بازار په ځوړ پیل وکړ او له هغې وروسته په سوداګرۍ کې د غورځېدو کچه لا ډېر شوه. د ونډو بازار اوس مهال د پلور په حالت کې دی، ځایی او بهرني پانګه وال د پېرېدو پرتله ډېرې ونډې پلوري.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه تر ټاکنو وروسته د ونډو مارکېټ کې د بې ثباتۍ حالت ثبت شوی. د جمعې په ورځ (له ټاکنو یوه ورځ وروسته) بازار د ۱۲۰۰ پواینټونو کمښت ثبت کړ او د دوشنبې په ورځ دا کچه نوره هم کمه شوه.

د ونډو مارکېټ شننونکي د ونډو راټيټېدو لامل له ټاکنو وروسته ممکن سیاسي بې ثباتي یادوي. د دوی په اند د راتلونکي حکومت په اړه چې ایتلافي حکومت به وي، سر له اوسه بې باوري رامنځ ته شوې.

په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کالونو کې د ټاکنو په دویمه ورځ د ونډو بازار کې زیاتوالی راغلی و.

د ائتلافي حکومت د جوړېدو هڅې

د پاکستان د پارلماني ټاکنو پایلو له اعلان وروسته، چې هېڅ ګوند په کې اکثریت رایې نه دي ګټلي، د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

د نواز شریف او بلاول بوټو په مشرۍ د دوو سترو سیاسي ګوندونو استازي د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره په رسمي خبرو بوخت دي.

راپورونه وايي، ټاکل شوې دا خبرې نن یو ځل بیا پیل شي.

که د دوی خبرې پایلې ته ورسېږي، خپلواک وکيلان به چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړ کوي، څنډې ته کړي. خپلواکو وکیلانو د نورو ګوندونو پرتله ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ لپاره د شویو ټول ټاکنو له ۲۶۵ ټاکنیزو حوزو څخه د ۲۶۴ پایلې اعلان کړې دي چې له مخې یې تر اوسه تر ټولو ډېر ۹۶ څوکۍ خپلواکو کاندیدانو ګټلې، ویل کېږي د دوی له منځه ۹۳ یې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمن خپلواک نوماندان دي او ورپسې مسلم لیګ نون ګوند له ۷۵ څوکیو سره په دویم کتار کې دی.

پیپلز پارټۍ ۵۴ څوکۍ ګټلې او متحده قومي غورځنګ ۱۷ څوکۍ خپلې کړې دي.

سربېره پر دې، د پاکستان مسلم لیګ ق، جمعیت علمای اسلام پاکستان، درې درې څوکۍ ګټلې دي او د استحکام پاکستان ګوند دوه څوکۍ لري.

مجلس وحدت المسلمین، بلوچستان نېشنل ګوند او پاکستان مسلم لیګ ضیاء الحق یوه یوه څوکۍ ترلاسه کړې ده.

په دې لړ کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د بېلابېلو ګوندونو او خپلواک کاندیدانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې، ویل کېږي دا ګوند د متحده قومي غورځنګ له مشرانو سره چې ۱۷ څوکۍ یې خپلې کړي یو هوکړې ته رسیدلی.

د نواز شریف په مشرۍ دا ګوند هڅه کوي په پارلمان کې د اکثریت له خپلولو سره د لومړي وزارت څوکۍ تر لاسه کړي.