قمي: د طالبانو حکومت دوحې غونډه کې د ګډون لپاره شرطونه ایښي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې د طالبانو حکومت د دوحې په راروانه غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون لپاره 'دوه مهم شرطونه' ایښي دي.

حسن کاظمي قمي د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴( سلواغې ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرته له دې چې ددغو شرطونو په اړه معلومات ورکړي لیکلي دي چې دا یو ښه فرصت دی.

ښاغلي قمي لیکلي: " سرپرست حکومت په دوحه کې د خپل ګډون لپاره دوه مهم شرطونه اعلان کړل. یو ښه فرصت دی معلوم به شي چې د وړاندیز موندل "منصفانه لار" د تعامل لپاره چې د غونډې د اهدافو لاندې راغلي څومره جدي دي؟ که چیرې لار "سیمه ییز تماس کمیټه" د نورو د پاملرنې وړ وګرځي، د تعامل لار تعقیب شي یو باثبات افغانستان سره به مخ شو".

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو دوییمه مشورتي غونډه د قطر په پایتخت دوحه کې د فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ جوړه شي.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتیدلی شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشرې روزا اوتنبایوا او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینیرلي اوغلو په روانې میلادي میاشت کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو د مرستیال مولوي عبدالکبیر او ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په جلا کتنوکې د دوحې د راروانې غونډې په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي چې په دوحې کې دا غونډه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک منظوریدو څخه وروسته جوړیږي. ښاغلي میلر وویل چې متحده ایالات د دې پریکړه لیک ټینګ ملاتړ کوي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کیدل پکې غوښتل شوي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه یې وغوښتل هر څومره ژر چې امکان لري، ځانګړی استازی دې وګماري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فریدون سینیرلي اوغلو له امیرخان متقي څخه د دوحه په غونډه کې په لوړه کچه د طالبانو د حکومت د پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز د ویاند دفتر د فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې هیله ښودلې، چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازي په ګډون سره به د افغانستان حقیقي انځور منعکس شي او هم به د طالبانو پلاوي ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستو او د نظرونو د تبادلې فرصت برابر شي.

تراوسه طالبانو په رسمي ډول د دوحې په غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون په تړاو د شرطونو په اړه څه نه دي ویلي. خو دا یې ویلي چې دې غونډې ته د طالبانو پلاوی بلل شوی دی.

طالبانو ته نږدې ځینو سرچینو ادعا کړې چې په دې شرطونو کې یو یې د دوحې د غونډې په اجندا کې افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو د مسلې نه شاملول او بل یې د طالبانو د حکومت پلاوي سره د ملګروملتونو د عمومي منشي د کتنې د امکاناتو د برابرولو شرطونه شامل دي.

خو ملګرو ملتونو په رسمي ډول تراوسه دا نه دي ویلي طالبانو د خپل ګډون لپاره شرطونه ایښي دي.

خو ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د افغان فعالان هم ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک تیره اونۍ په نیویارک کې د دغې ټولنې له خواد د ځانګړي استازي د ټاکلو د وړاندیز سره د طالبانو د حکومت د مخالفت په اړه د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې برخه کې زیاتې فرضیې شته دی خو تراوسه هیڅ کوم نوی ځانګړی استازی نه دی ټاکل شوی.

هغه په دې اړه چې د دوحې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی برخه واخلي او که نه وویل چې نه غواړي کومه پریکړه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوي په اړه له وړاندې قضاوت وکړي.

ملګرو ملتونو د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د استازو د ګډون پرته د افغانستان په اړه خپل لومړۍ مشورتي غونډه جوړه کړې وه.

ملګرو ملتونو د لومړۍ غونډې د جوړیدو هدف "د طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاس رسی" ښودلی وو.