امریکا د پاکستان په انتخاباتي پروسه کې د درغلیو د تورونو په اړه اندېښنه ښوولې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو تورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په ټاکنیز بهیر کې د لاسوهنې یا د درغلیو د تورونو د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د فبرورۍ پر نهمه وزارت په خپله ويب پاڼه په خپور کړي بیان کې ويلي دي چې امریکا د ټاکنو له معتبرو نړیوالو او سیمه ییزو څارونکو سره د دوی په ارزونه کې شامل دي چې په دې ټاکنو کې د بیان پر ازادۍ، ټولنې او سوله ییزو غونډو کې نا مناسب محدودیتونه شامل ول.

بیان زیاتوي چې امریکا د ټاکنیز تاوتریخوالي، د بشري حقونو او بنیادي ازادیو پر پلی کولو محدودیتونه، د رسنیو پر کارکوونکو د بریدونو په ګډون، انټرنېټ او د رابطو نورو خدماتو ته د لاسرسي محدودیت غندي او په ټاکنیز بهیر کې د لاسوهنې د تورونو په اړه اندېښمن دي.

په بیان کې راغلي دي چې امریکا چمتو ده چې د پاکستان له راتلونکي حکومت سره، پرته له دې چې د هر سیاسي ګوندونو وي، د خپلو ګډو ګټو د پرمختګ لپاره کار وکړي.

په بیان کې وړاندې راغلي چې امریکا د سوداګرۍ او پانګونې له لارې او د پاکستان د اقتصاد د ملاتړ له لارې د خپلې ملګرتیا پیاوړتیا ته سترګې په لار ده.