غزه کې ۶ کلنه هند رجب چې په ټیلیفون یې د ژغورنې غوښتنه کړې وه، مړه موندل شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شپږ کلنه هند رجب چې تیره میاشت د غزې په ښار کې ورکه شوې وه، له خپلوانو او دوه روغتیاپالانو سره چې د هغې د ژغورلو هڅه یې کوله، مړ وموندل شو.

دا ماشومه له خپلې ترور، تره او درې تره زامنو سره له ښاره وتل. داسې ګومان کېږي په هغه موټر چې دوی په کې سپاره وو، داسې له اسرائیلي ټانکونو سره مخامخ شوي دي او تر ډزو لاندې راغلي دي.

د هند او بیړني حالت کې د مرسته کوونکو د ټيلیفونونو غږیز ریکارډونه ښيي، چې شپږ کلنه ماشومه په موټر کې یوازینۍ ژوندۍ پاتې شوې وه چې د خپلو خپلوانو د جسدونو په منځ کې له اسرائیلي ځواکونو څخه پټه وه.

د نوموړې د ژغورلو هڅه هغه مهال پای ته ورسېده چې د ډزو په منځ کې د ټیلیفون کرښه پرې شوه.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې (PRCS) غړو د شنبې په ورځ وکولی شول سیمې ته ورسیږي.

دا سیمه د جګړې ډګر یا د جنګ زون و. دوی ته مالومه شوه چې تور رنګه موټر یې په ډزو سوری سوری شوی دی او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

دغو چارواکو خبریالانو ته وویل، چې د هند مړی په هغه شپږو جسدونو کې و، چې په موټر کې دننه وموندل شول، دوی په ډزو او مرمیو لګېدلي وو.

هند رجب د مرګ په شېبو کې د ژغورنې لپاره د تلیفون په کرښه د مرستې غوښتنه کړې وه.

څه ډول یې د ژغورلو مرسته غوښته؟
حزب الله
هغې د ټیليفون په کرښه نارې وهلې چې "ټانک زما تر څنګ دی او زما خوا ته را روان دی."

د ټیلیفون په بل لوري کې د فلسطین سرې میاشتې ټولنې په دفتر کې ناستې رانا هڅه کوله چې خپل ځان او غږ قابو کړي، "ډېر نږدې دی؟"

کوچنۍ ماشومې ژر ځواب ورکړ "ډېر نږدې دی، بېخي نږدې."

"تاسې به ما وژغورئ؟ ایا تاسې راځئ؟"

کوچنۍ ماشومې د ټیلیفون په کرښه همدا نارې وهلې او ویل یې "ډېره ډارېږم" ما ژغورلی شئ."

خو بل لوري رانا د ټیلیفون په کرښه د خبرو او ډاډ ورکولو پرته نور هېڅ نشوی کولی.

شپږ کلنه هند رجب په غزه کې د جګړې سختو لمبو منځ کې ګيره وه او د ځان ژغورنې لپاره یې د مرستې سوال کاوه.

هغه په همدې ورځ (د جنورۍ په ۲۹مه) سهار وختي د خپل تره په ګاډي کې له خپلې ترور او پنځو نورو خپلوانو سره کور پرېښودلو ته مجبوره وه.

په همدې ورځ اسرائیلي ځواکونو د غزې له اوسېدونکو غوښتي وو چې د ښار لوېدیځه غاړه خالي کړي او سوېل خواته کډې بار کړي.