ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس: د افغانستان "د تودوخې درجه یو اعشاریه ۸ ته لوړه شوې"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په ختیځ‌ ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون "نړیوال کنفرانس" پیل شوی چې درې ورځې به روان وي. دغه کنفرانس ته د طالبانو د مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر په ګډون نور چارواکي هم ورغلي دي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره کې د اقلیمي بدلون برخې مشر روح الله امین په دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته ور پېښودونکې ستونزې "خورا وېجاړونکې" وبللې.

نوموړي وویل، په دغه هېواد کې د تودوخې درجه "یوه اعشاریه ۸ ته لوړه شوې ده.‌"

په ۲۰۱‍۵م کال کې په پاریس کنفرانس کې د نړۍ مشرانو ژمنه کړې وه چې هڅه به کوي د اوږد مهال لپاره د تودوخې درجه له ټاکلي حد یعنې یو اعشاریه پنځه سانتي ګراد نه لوړه نه شي چې د هغو زیانونو مخه ونیول شي چې له دې برخې نړۍ ورسره مخ کېدونکې ده.

ښاغلی امین وايي،‌ "د اقلمي بدلون له امله د ګرمۍ سختې څپې پر افغانستان راغلې، سیلابونه راوتلي دي، د کمسارو سیلابونو له امله د سلګونو میلیونو ډالرو تاوانونه هرکال اوړي."

همدا وړمه ورځ‌ د اروپايي ټولنې د هوا حالاتو نړیوال سرویس په خپل رپوټ کې ویلي‌ و، چې نړیواله تودوخه تېر ټول کال کې د سانتي ګراد په کچه له یو اعشاریه پنځو نه لوړه شوې ده.

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې یو میلیو خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر بیا له نړیوالو غوښتنه وکړه، صنعتي هېوادونه دې افغانستان ته د هغه څه "حق ورکړي" چې د صنعتي چارو له امله یې افغانستان ته زیان رسېدلی دی.‌

"له نړیوالو غواړو هغه صنعي هېوادونو موږ ته هغه حق راکړي‌ چې ضرر یې موږ ته رسېدلی دی او موږ سره باید مرسته وکړي."

نوموړی وايي،‌ د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې یو میلیون خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي. دی زیاتوي، د طالبانو حکومت د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅو کې امر کړی چې په ټول هېواد کې ځنګلونه ونه وهل شي.

د ننګرهار پوهنتون چارواکو بي‌بي‌سي پښتو پاڼې ته ویلي،‌ په دغه کنفرانس د کورنیو پوهانو تر څنګ به د شاوخوا شلو بهرنیو کارپوهانو مقالې هم ولوستل شي.

دغه کنفرانس ته له بهره په ورغلو کسانو د پاکستان،‌ هند او بریتانیا ځینې کارپوهان شامل دي، خو هیڅ ښځه په کې ګډون نه لري.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره کې د اقلیمي بدلون برخې مشر روح الله امین په دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته ور پېښودونکې ستونزې "خورا وېجاړونکې" وبللې

په افغانستان د اقلیمي بدلون یوه چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه ۳۲ پروژې هم ځنډلې دي.

پر دغو پروژو شاوخوا ۱۲۸ میلیونه ډالره لګول کېدل چې په مرسته یې په افغانستان د اقلیمي بدلون د مخنیوي او عامه پوهاوي لپاره هڅې کېدې.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان دا اوس د درېیم کال لپاره په تېرو ۳۰ کلونو کې له بې کمسارې سختې وچکالۍ تېرېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سختو ناوريني حالاتو سره مخ دي چې له ۵۰ سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

د ننګرهار پوهنتون کنفرانس ته د طالبانو روغتیا وزیر قلندر عباد وویل چې د اقلیمي بدلون په ډېرېدو کې د افغانستان ونډه (صفر) ده خو له دې اړخه خورا ډېر زیانمنونکی دی.

نوموړی هم ټینګار کوي چې افغانستان ته باید هغه هېوادونه تاوان ورکړي چې افغانستان ته یې اقلیمي بدلون کې زیانونه اړولي دي.

ملګري ملتونه هم وايي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له پلوه تر ټولو ډېر زيان منونکو دي.‌

په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ۲۸ کې د طالبانو حکومت استازو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

داسې حال چې په افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او افغانستان په مهمو نړیوالو غونډو کې له ګډونه هم بې برخې دی، د افغانستان لپاره د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅې ښايي‌ لا ډېرې له ننګونو ډکې وي.