پاکستان: هغو زرګونو کسانو لپاره لاریون چې په بلوچستان کې ورک شوي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان راتلونکې اونۍ عمومي ټاکنو ته چمتو کیږي او له سیاسي خبرونو ډک دی. ډسمبر کې په سلګونو خلکو پلازمېنه اسلام اباد کې لاریون وکړ، خو دا لاریون کاملا د یوه بېل هدف لپاره و.

په هغوی کې سمیع دین بلوچ هم وه چې د خپل پلار یو تصویر یې په غیږ کې نیولی و. هغې په تېرو ۱۴ کلونو کې په وار وار دا کار کړی - غواړي وپوهیږي چې پلار یې چېرته دی. او دا چې یا تر اوسه ژوندی دی که نه.

۲۶ کلنه سمیع دین له یو شمیرهغو ښځو څخه ده چې د لاریون مشرتوب یې کاوه، اعتراض کونکو د ناکراره بلوچستان ایالت څخه تقریبا ۱۰۰۰ میله لاره پلي روان ول، د خپلو کورنیو د ورکو غړو موندلو په لټه کې و، چې دوی وايي "په زوره ورک شوي دي".

پولیسو د راټولو شویو خلکو د تیتولو لپاره لږترلږه ۲۰۰ کسان ونیول او د اوښکې بیونکي غاز او اوبه شیندونکو ګاډو څخه یې کار واخیسته.

د نښتو ډک بلوچستان ایالت کې دا ډول کمپاینونه ډېر کیږي او ښځې د هغو په تنظیمولو کې مهمه ونډه لري.

بلوچستان کې، چې د پاکستان په لویدیځ کې پروت دی، له اوږدې مودې راهیسې د ملتپالو بغاوتونه کیږي.

بیلتونپال جنګیالي وايي د یو ازاد بلوچستان لپاره مبارزه کوي.

اعتراض کوونکي وايي د دوی خپل خپلوان- چې ډیری یې نارینه دي- د بغاوت ضد خونړیو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي، شکنجه شوي او په بې پروا ډول وژل شوي دي.

د اسلام اباد چارواکي دا تورونه ردوي.

ویل کېږي په تېرو دوو لسیزو کې زرګونه کسان ورک شوي دي.

ملګري ملتونه جبري یا په زور ورکیدنه داسې تعریفوي چې "د دولتي کارمنانو لخوا خلک نیول شوي، بندي شوي، تښتول شوي یا په کوم بل ډول له خپلې ازادۍ محروم شوي وي".

بې نښې تري تم شوي

اعتراض کونکو د خپلو ورک شویو خپلوانو عکسونه په لاسونو کې نیولي

د سمیع پلار، دین محمد بلوچ، چې کله بې درکه کېده نو دا ۱۱ کلنه وه. د ۲۰۰۹ په جون کې، وسله والو ځواکونو د بلوچستان په سویل لویدیځ کې پر یو عمومي روغتون برید وکړ، دین محمد هلته د ډاکتر په توګه پر دندې بوخت و چې ونیول شو.

سمیع دین بلوچ بي بي سي ته وویل: "تر نن ورځې پورې موږ نه پوهیږو هغه ته څه پېښ شول. مور مې نه پوهیږي چې تراوسه میړه لري او که کونډه ده. او موږ تراوسه نه پوهیږو چې هغوی ولې دی ونیوه".

یو خیریه سازمان چې د ورک شویو بلوڅانو غږ نومیږي، د هغو کسانو استازیتوب کوي چې د کورنیو غړي یې بلوچستان کې ورک شوي دي.

دا سازمان وايي له ۲۰۰۴ راهیسې له دوی سره تقریبا ۷۰۰۰ قضیې ثبت شوي دي.

د جبري بې درکو یا په زور ورکو شویو لپاره د پلټنو دولتي کمېسیون د ارقامو له مخې، دوی د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې بلوچستان کې د دغو کسانو ۲۷۵۲ فعالې قضیې ثبت کړې دي.

خو د پاکستان سرپرست لومړي وزیر بي بي سي سره یوې وروستۍ مرکې کې ادعا وکړه چې یوازې ۵۰ کسان ورک دي.

۲۰۲۱ کې، د پاکستان پارلمان یا ملي اسمبلې د قانون یوه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې په زوره ورکیدل جنایت بلل کیږي، خو تراوسه دغه قانون عملي بڼه نه ده غوره کړې.

ماه رنګ بلوڅ: په موږ ملنډې وهي چې جاسوسان یئ، خو موږ د بلوڅانو ضد تګلارې خلاف یو

په تېرو کلونو کې محکمو هم حکمونه صادر کړي و او حکومت یې د دغه ډول ورکېدنو مسول بللی و، خو د بشري حقونو ډلې وايي دا ژمني هسې تشي خبرې دي.

د پاکستان حکومت، بلوڅ فعالان- چې ډېرو یې د بلوڅ ملتپالنې او د تاریخي ارضي ادعاګانو پلوي کړې- بیلتونپال یا ستونزه جوړونکي بللي.

خو پاکستانی ژورنالیست طه صدیقي وايي ډیری کسان چې په وروستیو کلونو کې نیول شوي هغه- بلوڅان دي چې له وسله وال مقاومت سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه وايي مامورین "تل د شک او ناسمو معلوماتو پر بنسټ چې بلوچستان کې سیالو پاکستان پلوو ډلو ورکړي" خلک نیسي.

اعتراض کونکو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې تورن کسان دې د قانون پربنسټ ونیسي، هسې بې پروا ډول دې نه نیسي.

سمیع دین وویل: "که هغوی کوم ناسم کار کړی وي، باید[ثبوت یې] محکمې ته وړاندې کړئ. دغو په زوره ورکیدنو زموږ کورنۍ ډیره ځورولې ده. له ۲۰۰۹ راهیسې زما ژوند کاملا بدل شوی دی. روحي عذاب سره مخ شوي یو. نه پوهېږم څه ډول ژوند کوو. ډېره دردونکې ده".

ماهرنګ بلوچ، چې تېر کال یې یو اوږد لاریون تنظیم کړی و او دوه ځله نیول شوې وه، بی بي سي ته وویل هیله منه ده چې دا به "بلوچستان کې له بشري حقونو سرغړونو او دولتي ظلم په اړه نړیوال پام راجلب کړي".

د ماهرنګ بلوچ پلار د امنیتي مامورینو لخوا له نیول کیدو دوه کاله وروسته مړ وموندل شو

۳۰ کلنه ماهرنګ، چې د بلوچ مقاومت په غورځنګ کې یوه نامتو څېره ده، ادعا کوي چې ۲۰۰۹ کې یې پلار عبدالغفار لانګو د امنیتي ځواکونو مامورینو لخوا ونیول شو- او دوه کاله وروسته یې د شکنجو له نښو سره مړی وموندل شو.

دا وايي ورور یې په ۲۰۱۷ کې د درې میاشتو لپاره نیول شوی و. ماهرنګ وايي: "بلوچستان کې په زوره ورکیدنې او غیرقانوني وژنې خطرناکه کچې ته رسیدلې... ډیر خلک ورک شوي دي. ځینې ښايي په پټو زندانونو کې له شکنجو وروسته خوشې شوي وي. خو د هغوی روحي او بدني روغتیا سمه نه ده".

د ماهرنګ بلوچ پلار د امنیتي مامورینو لخوا له نیول کیدو دوه کاله وروسته مړ وموندل شو

یو بلوچ سړی چې له هېواده بهر په لندن کې ژوند کوي وویل د نیول کېدو او تښتونې له ډاره له پاکستانه تښتیدلی.

دغه سړي چې د نوم نه اخیستلو کېدو په شرط یې له بي بۍ سي سره خبرې کولې، وویل: "د پاکستان پوځ هڅه کړې چې د بلوچستان پرخلکو خپل واک وتپي. موږ په خپل ایالت کې ډېر سره زر او نورې طبیعي زیرمې لرو، خو بلوڅان له مرکزي حکومته هېڅ کومې زیرمې نه ترلاسه کوي. بلوچستان کې ځینې ځایونه ان د څښلو سمې اوبه نه لري."

هغه د هغو قضیو یادونه وکړه چې بلوڅ فعالان له هېواده بهر په مرموز ډول مړه شوي دي، لکه فعاله کریمه بلوچ چې د ۲۰۲۰ په ډسمبر د کاناډا په تورنټو ایالت کې د اونټاریو خلیج ته نژدې مړه وموندل شوه.

د دغه کال په لومړیو کې، پاکستانی ژورنالیست ساجد حسین، چې د بلوچستان ټایمز ورځپاڼې مسول مدیرو او په سویډن کې په جلاوطنې کې اوسېده، د سټاکهولم شمال کې یو سیند کې مړ وموندل شو. د اړوندو هېوادونو چارواکو وویل دواړه مړینې مشکوکې دي.

استثمار شوي او پردې شوي

بلوچستان ته هغه مهال د نړیوالو پام واوښت چې جنورۍ کې د ایران لخوا ورباندې هوايي بریدونه وشول.

پاکستان یې په ځواب کې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې غچ اخیستونکي ګوزارونه وکړل.

دواړه دولتونه وايي بلوڅ وسله وال یې هدف ګرځولي وو.

له تاریخي پلوه، د بلوچستان نوم داسې پراخې سیمې ته کارول کېږي چې د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې برخې پکې شاملې دي.

په پاکستان کې د بلوڅانو ډلې له لسګونو کلونو راهیسې د زیاتې کورنۍ خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، او ځینې یې د بلوچستان یو خپلواکه دولت غواړي.

بلوڅان د پاکستان حکومت له دې امله ملامتوي چې د دوی د ایالت زیرمې راباسي او ګټه ورڅخه اخلي خو پخپله د بلوچستان ایالت پر ودې او پرمختیا باندې سترګې پټوي.


یو شمېر بلوڅان د په کور دننه د زیاتې خپلواکۍ او یا له پاکستانه د بېلتون لپاره وسله واله مبارزه کوي

بلوچستان ایالت د میلیارډونو ډالرو پروژې یوه مهمه برخه هم ده چې د چین لخوا تمویلېږی اود چین-پاکستان اقتصادي دهلیز نومیږي.

خو ډیری خلک باور لري چې بلوڅان به د دې پروژې د کار ګومارنې له فرصتونو برخمن نشي.

د لندن د سواس پوهنتون د جنوبي اسیا د انسټیټوټ کارکونکی بورزین واګمر وايي: "ټول ایالت کې، د پاکستان او هغو پنجابیانو پر وړاندې چې له ټولنیز- سیاسي پلوه ممتاز دریځ کې دي او پاکستان کې واکمن دي، د پردیتوب، ځپل کیدو او مایوسۍ احساس موجود دی".

اعتراض کوونکی او څارونکي باور لري چې دا به له سیاسي او اقتصادي پلوه د پاکستان په ګټه وي چې د بلوچستان لانجه حل کړي، خو ډیره هیله نشته چې راتلونکې ټاکنې به د بلوڅانو په ژوند کې بدلون راولي. ان او دا ویره شته چې کیدای شي دا خلک لا نور هم ناهیلي کړي.

د پاکستان دولت هڅه کړې چې بلوچستان کې غیر بلوڅ کسان ټاکنو ته ځان کاندید کړي، چې له امله به یې ګوښه کړل شوي خلک لا نور هم د پردیتوب احساس وکړي.

ماهرنګ وايي: "دا ټاکنې د بلوڅانو لپاره ډیرې مهمې نه دي. هر حکومت چې واکمن شي، بلوچستان کې به له بشري حقونو سرغړونې او ناقانونه وژنې دوام ولري. مشرتابه لپاره دا مسله هیڅکله د جدي انديښنې وړ نه وه".