سیګار: پاکستان په طالبانو باندې د فشار راوړلو لپاره افغان کډوال شړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر" سیګار" وايي چې د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو له پالیسۍ څخه د طالبانو پر حکومت باندې د فشار راوړلو لپاره کاراخلي چې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ملاتړ پرېږدي.

سیکار د یکشنبې په ورځ فبرورۍ څلورم( سلواغې ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپور شوي راپور لیکلي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه ګټه پورته کوي او په دغه هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته په پاکستان کې تروریستي بریدونه په ځانګړي ډول سرحدي سیمو کې زیات شوي دي.

سیګار د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په ۳۰ په دغه خپور شوي راپور کې ویلي: "د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د وینا پر اساس پاکستان د [افغان کډوالو] د ستنولو پالیسۍ هدف تر ډیره پر طالبانو باندې فشار راوړل دي چې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې څخه د ادعا شوي ملاتړ په اړه بیا کتنه وکړي."

سیګار په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا انتبیووا له قوله لیکلي چې پاکستان دې پایلې ته رسیدلی چې په افغانستان کې حاکمو چارواکو [طالبانو] د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې ډیر کم اقدامات کړي دي".

دغې ادارې ویلي چې په دې اړه د طالبانو حکومت ځواب نه ویلو د دغې ډلې او پاکستان ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي دي.

سیګار په دغه راپور کې د پاکستان د حکومت د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د پریکړې په اړه چې له مخې یې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالوچې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي وایستل شي ویلي چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو د روان پروګرام په ترڅ کې یو شمیر هغه افغانان هم افغانستان شړل شوي چې امریکا ته د تللو د ویزې د اخیستلوانتظار یې کوه.

په پاکستان کې د پخواني حکومت یو لوړپوړې چارواکي چې د سیګار په راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی دغې ادارې ته ویلي چې پاکستاني چارواکي په اسلام اباد کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له خوا هغو افغانانو ته چې دغه هیواد ته د تللو لپاره ویزو ته انتظار وباسي چمتو شوي لیکونه د قانوني اسنادو په توګه ځکه نه مني چې پر دغو لیکونو باندې رسمي ټاپه او د ویزې د غوښتوونکي عکس او لاسلیک نشته دی.

سیګار په دغه راپور کې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۶( مرغومې پنځم) د رویټرز خبري اژانس له قوله ویلي چې پاکستان یو شمیر هغه افغانان هم له خپل هیواد څخه شړلي چې په دغه هیواد کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت څخه ویزو ته د انتظار لیکونه لرل.

په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې یوې ملاتړې ادارې هم ویلي چې د تیر۲۰۲۳ کال د ډسمبر په وروستیو کې ویلي و، چې پاکستان د کډوالو د شړلو د پراخ کمپاین په ترڅ کې په سلګونو هغه افغانان هم په زوره ایستلي چې په متحده ایالاتو کې بیا میشتیدنې ته په تمه دي.

د "افغان ایواک" په نوم دغه اداره چې د کډوالو سره د مرستې له ګڼو خیریه موسسو جوړه شوې، وايي چې پاکستاني چارواکو افغانانو ته د متحده ایالاتو د سفارت له خوا لېږل شوي د سپارښتنې لیکونه له پامه غورځولي دي.

د کډوالو دغه ملاتړې اداره وايي، د پاکستان دې اقدام د امریکا تګ ته په تمه افغانان له مشکل سره مخامخ کړي دي ځکه چې په کابل کې د امریکا سفارت تړل شوی او افغانان مجبور دي چې د قونسلي چارو دپاره بل هېواد ته لاړ شي.

زیاتره دغو افغانانو د پاکستان په ویزه هغه هېواد ته سفر کړی خو د امریکا د ویزې دپاره د اوږده انتظار په جریان کې یې د پاکستانۍ ویزې موده پای ته رسېدلې ده چې تمدید یې زیات وخت او لګښت ته اړتیا لري.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانان له دغه هیواد څخه وتلي چې اکثره یې ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته کډه کړې ده. د راپورونو له مخې شاوخوا شپږ سوه زره دغسې افغانان پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو حکومت د سیګار راپورته لا غبرګون نه دی ښودلی خو ددغه حکومت لوړپوړو چارواکو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې او نورو تروریستي ډلو د شتون په اړه راپورونه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد پر خلاف کار واخلي.