'تیر کال د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۴ میلیارد ډالره وه'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته په يو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې تیرکال د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه څه باندې ۱.۴ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه.

ښاغلي جواد ویلي چې د یو میلیاردو او ۴۸۱ میلیونو ډالرو په ارزښت صادراتو او وارداتو له جملې څخه "شاوخوا سل میلیونه ډالره یې صادرات او ۱.۳۸۱ میلیارده ډالر یې واردات وو." د هغه په وینا په صادراتي توکو کې تازه او وچه میوه، د جوسو ډولونه، ترکاري او نور طبي توکي شامل وو.

د سوداګرۍ او د پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي چې افغانستان تر ډیره د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه ساختماني او خوراکي توکي واردوي.

ښاغلی الکوزی وايي چې د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونوڅخه افغانستان له لارې پاکستان ته د ترانزیټي مالونو انتقال هم د پاکستان د حکومت له خوا د سرحدي لارو د پرله پسې تړلو له امله کم شوی دی.

افغان سوداګر وايي چې منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان صادرات خورا کم دي او په تیر یوکال کې سلو میلیونو ډالرو ته رسیدلي و. دا سوداګر وايي چې تیرکال یې ددغو هیوادونو څخه افغانستان ته د ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو.

د سوداګرۍ او د پانګونې د خونې چارواکي وايي چې د افغانستان د صادراتو د پراختیا په هدف ټاکل شوې د مارچ د میاشتې په سر کې په ترکمنستان کې د افغانستان د تولیداتو یو نندارتون هم پرانیستل شي.

د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د شمیرو له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت بهرنیو هیوادونو ته توکي صادرکړي وو.