امریکا د خپلو وګړو او افغان همکارانو ایستلو لپاره په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل هڅې کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ددې نوي پرمختګ په اړه تازه جزئیات د افغانستان پر بیا رغونې د څار ادارې یا سیګار په وروستي رپوټ کې خپاره شوي.

رپوټ کاږي چې د کونسلي خدمتونو د بیا پیلولو وړاندیز د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو په نوې تګلاره کې شوی چې د تېر ۲۰۲۳ زیږدیز کال په اکتوبر میاشت کې تایید شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره په تېره ډيسمبر میاشت کې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره خپره شوه.

ددې نوې تګلارې یوه برخه کې راغلي: " په افغانستان کې د امریکایي وګړو سره د مرستې او له هغه هېواده د افغان همکارانو د رایستلو لپاره موږ په دوحه کې له خپل سفارت او قطري حکومت سره په دې اړه ګډ کار کوو."

په تګلاره کې دا هم راغلي چې د پاسپورټ تر لاسه کولو لارښود لپاره د ستنډرډ عملیاتي تګلارې په جوړولو کار روان دی څو له امریکایي وګړو سره د بېړنۍ مرستې او بېرته ستنولو لپاره یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې یوه شبکه رامنځته شي.

د تګلارې په بله برخه کې راغلي چې دوی په دې اړه له طالبانو سره هم خبرې کوي چې د امریکایي وګړو لپاره کونسلي خدمتونه، روڼتیا او مسئولیت رامنځته شي.

دارنګه زیاتوي چې امریکا د برمته نیونې په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي استازي له کاره ملاتړه کوي څو د هغو امریکایانو د خلاصون لپاره کار وکړي چې په ناحقه بندي شوي وي.

خو د دې نوې تګلاره یوه برخه بیا هغو افغان وګړو ته ځانګړې شوې چې امریکا ته د ستنولو شرایط یې پوره کړي دي.

دا یادونه یې هم کړې چې دوی د طالبانو له حکومت سره د دې خلکو د تګ راتګ ازادۍ په برخه کې ګډ کار وکړي او امریکا ژمنه ده چې دوی ته د کډوالۍ ځانګړې وېزې ورکړي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د لومړي ځل لپاره د کونسلي خدمتونو د پيلولو لپاره هڅې چټکې کړي چې دغه هېواد له افغانستان څخه له وتلو وروسته د نږدې دوه نیمو کلونو په تېرېدو نه دی توانیدلی خپل ټول افغان همکاران وباسي.

له همدې امله د امریکا په حکومت په کور دننه او بهر نیوکې ډېر دي چې خپل افغان همکاران یې په ګواښونو کې پرېښي دي.

د رپوټونو پر بنسټ لسګونه زره هغه خلک چې په تېر کې یې له امریکایي ادارو سره په مختلفو برخو کې کار کړی د امریکا ځانګړو وېزو او له افغانستان څخه خوندي ایستلو ته په تمه دي.

ډېرو دغو خلکو په افغانستان کې د پاسپورټ او نورو اسنادو له بشپړولو وروسته هڅه کړې چې د ګاوڼدیو هېوادونو له لارې ویستل شي خو په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې پرې فشارونه د دې لامل شوي چې یا بېرته خپل وطن ته ستانه شي او یا هم په پاکستان کې تر سختو شرایطو لاندې په پټه پاتې شي.

له دې ټولو سره سره تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له افغانستان څخه د خپلو همکارانو د رایستلو لپاره د هغوی د دوسیو په چټکولو کار روان دی.