امریکا په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه ویشتي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ جمعه فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) ویلي چې امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه ویشتي دي.

دې قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې په عراق او سوریه کې یې تر ۸۵ ډیر اهداف ویشتي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې لا څه ندي ویل شوي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې د ۱۲۵ څخه ډیر مهمات کارول شي.

قوماندانۍ ویلي چې د ایراني ځواکونو او هغو ملیشو چې ایران یې تر شا ولاړ دی د سوق ادارې او استخباراتو مرکزونه او د راکټونو، توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو ډیپوګانې په نښه شویدي چې په امریکایي ځواکونو د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کیده.
د دې خبر جزیات وروسته خپریږي.....