د اوزبیکستان د استخباراتو او سرحدي ځواکونو مشر افغانستان ته سفر کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‏ د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د اوزبیکستان د استخباراتو او سرحدي ځواکونو د رئیس عبدالسلام عزیزوف په مشرۍ یو پلاوي سره د سرحدي مسایلو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

د دغه وزارت له خوا د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست (طالبانو حکومت) د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ په تیر یو کال کې په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هیواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړو".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست اوزبیکستاني لوري ته د انکشافي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتوالی ښودلی دی.

‏په دې خبرپاڼه کې همدا راز د اوزبکستان د استخباراتو او سرحدي ځواکونو د رئیس عبدالسلام عزیزوف له قوله ویل شوي چې اوزبیکستان به د طالبانو د حکومت او د افغانستان د خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اوزبیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلون وروسته یې د طالبانو د حکومت سره هم نږدې اړیکې ساتلي او په تیرو څه باندې دوو کلنو کې ددغه هیواد یو شمیر لوړپوړو چارواکو کابل او بلخ ولایت ته سفرونه کړي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې ددغه هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو مشر افغانستان ته سفر کړی دی.

د منځنۍ اسیا د څو نورو هیوادونو په څیر اوزبیکستان هم چې افغانستان سره ګډ سرحد لري د دواړو هیوادونو د سرحد په اوږدو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې لري.

د بحران نړیوالې ډلې د جنورۍ ۳۰ (سلواغې لسم) په یو راپور کې د داعش، پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو له لورې د سیمې هېوادونو ته د متوجه ګواښونو په اړه ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو د خپلو امنیتي اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ثبات لپاره د طالبانو حکومت سره په اړیکو کې دي.

دغې ډلې ویلي : " کابل او سیمه ایز شریکان یې هڅه کوي چې د علاقې وړ دوه اړخیزو مسائیلو په اړه غیر رسمي او موقت چلند رامنځ ته کړي، چې د سوداګریزو اړیکو ښه والی، د اوبو په سر د اختلافاتو مدیریت او د نړیوالې اورپکۍ مخنیوی په کې شامل وي."

همداشان د بحران نړیوالې ډلې د طالبانو د حکومت له خوا د قوش تیپې د کانال د جوړولو او هم د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو د ویش د مسلو یادونه کړې او ویلي دي چې په دې اړه د طالبانو د حکومت او ددغو دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا شته دی.