د افغانستان اسلامي امارات امنیت شورا ته: افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسلامي امارت حکومت په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د روزنیزو مرکزونو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا راپور رد کړی او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د القاعدې د ډلې هیڅ غړی شتون نلري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو نوي راپور کې ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې نږدې اړیکې ساتلي او ددغې ډلې یو شمیر لوړ پوړي چارواکي لا هم په افغانستان کې دي.

په دې راپور کې ویل شي چې القاعدې ډلې په افغانستان کې اته نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې دي. راپور وایي چې القاعده په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو ډیپو هم لري.

د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافاتو سبب شوې هم دي.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د القاعدې ډلې شاوخوا لس لوړ پوړي مشران چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري په افغانستان کې میشت دي.

خو په عین وخت کې په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې میشت د القاعدې مشران د سترو بریدونو د پلان کولو او ترسره کولو توان نلري.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ اول (سلواغې ۱۲) په یوه اعلامیه کې دا راپور رد کړی او ویلي دي چې د ملګرو ملتونو له ادرس څخه د طالبانو پر حکومت باندې د تور پورې کولو پروپاګند یو منظم پروګرام پيل شوی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي: "مونږ پوهیږو چې د امنیت شورا ځينې غړي هیوادونه په افغانستان کي له ماتې سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي چې د دغه لوی نړیوالې ادارې حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هیوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخيږي".

ذبیح الله مجاهد د امنیت په شورا کې د هغو هیوادونو نوم نه دی اخیستی چې د طالبانو د حکومت سره ښې اړیکې لري، خو د امنیت د شورا دوه دایمي غړي هیوادونه چین او روسیه د طالبانو حکومت سره ښې اړیکې لري او د طالبانو دپلوماتان یې په خپلو هیوادونو کې منلي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت (طالبانو حکومت) چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي".

د طالبانو حکومت ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غوښتي چې ددغه شورا له راپورونو څخه باید د سیاسي اهدافو لپاره کار وانخیستل شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ نه کړي

طالبانو په ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې د امریکايي چارواکو سره د اوږدو خبرو وروسته یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې دغې ډلې ژمنه کړې چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي.

د ملګروملتونو د امنیت د شورا دغه نوي راپور له مخې حکیم المصري چې په افغانستان کې د القاعدې د غړیو څخه دی، د دغې ډلې د روزنیزو کمپونو او د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مسوول دی.

په راپور کې راغلي چې په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې القاعده پنځه مدرسې لري.

ددې رپوټ له مخې القاعده او د هند په لویه وچه کې د القاعدې مشرتابه هڅه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته روزنه او ایډیالوژیکي لارښونې او ملاتړ برابر کړي او د پاکستاني طالبانو سره په پاکستان کې د بریونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

همداشان ویل شوي چې القاعده د کابل په ګډون په هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې "امن کورونه" لري چې د ایران اسلامي جمهوريت ته ددې ډلې د غړو تګ راتګ اسانه کړي.