سیګار: ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالر افغانستان ته لېږدولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بیا رغاونې پر چارو د څار امریکايي اداره (سیګار) وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، ملګرو ملتونو سازمان له مرستندویانو لږ تر لږه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالر ترلاسه کړي او افغانستان ته یې لېږدولي دي.

د سیګار په وینا امریکا متحده ایالات له افغانستان سره په مرسته کوونکو کې تر ټولو مخکښ هېواد دی او ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه ادارو ته یې لږ تر لږه دوه اعشاریه شپږ میلیونه ډالر ورکړي دي، چې د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د سیګار په هغه رپوټ کې چې تېره اونۍ د امریکا بهرنیو چارو، خزانې وزارتونو او د امریکا د بهرني پرمختګ ادارې ته استول شوي راغلي چې د دې پیسو له یو اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالو مرستو له امریکايۍ ادارې (یو ایس ای ډي) راغلې چې د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، کولمبو پلان او نورو خیریه موسسو لخوا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره لګول شوې دي.

سیګار وايي، دوی ته معلومه شوې، چې مرستندویان د ملګرو ملتونو حسابونو سره مرسته کوي، خو د بهرنیو چارو وزارت او یو ایس ای ډي په ګډون مرستندویان نه شي کولای معلومه کړي، چې د دوی له مرستو څومره نغدې پیسې ترلاسه شوې او افغانستان کې د استعمال لپاره هلته ته رسېدلې دي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره بندې شوې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل شوې، خو وروسته ملګرو ملتونو له نړیوالو مالي ادارو سره په تفاهم د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد بهیر پیل کړ. د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان ته لېږدول کېدونکې پیسې د طالبانو حکومت ته نه ورکول کېږي او د دې سازمان تر څارنې لاندې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو پخپلو او نورو غیر دولتي خیریه ادارو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، ملګري ملتونه د نغدو پیسو لېږد یوه شرکت له لارې دا پیسې کابل هوايي ډګر ته استوي، چې د امنیتي له یوه بهیر وروسته په یوه شخصي افغان بانک کې د ملګرو ملتونو حساب ته استول کېږي. په دې بانک کې له ایښوول کېدو وروسته دا پیسې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او نورو خیریه موسسو په واک کې ورکول کېږي.


ملګري ملتونه دا پیسې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کاروي.

د سیګار په تفصیلي رپوټ کې د ملګرو ملتونو لخوا د نغدو پیسو ترلاسه کولو او افغانستان ته لېږدولو بهیر پیل او څرنګوالي د جزیاتو څرګندولو تر څنګ ویل شوي دي، چې په افغانستان کې د رسمي او غیر رسمي بانکي نظام په هکله د ځینو اندېښنو لېرې کېدو او بندیزونو د شتون تر مهاله به ښايي ملګري ملتونه اړ وي، چې د بشري مرستو لپاره نغدې پیسې افغانستان ته ولېږدوي.

د سیګار په رپوټ کې د افغانستان بانک په ګډون د افغانستان بانکي سیسټم په هکله د تورو پیسو سپینولو، او له ترهګرۍ سره د احتمالي مالي مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د اندېښنو یادونه شوې ده، چې د سیګار په وینا ښايي د دې اندېښنو لېرې کېدو تر مهاله د بشري مرستو لپاره د نغدو پیسو لېږد اوسنۍ لړۍ دوام وکړي.

دغه راز د نړیوال بانکي نظام قوانینو سره د افغانستان بانکي نظام او د افغانستان بانک لخوا د بشري مرستو لپاره د نغدو پیسو وېش وړتیا لرلو په تړاو هم اندېښنې هغه څه دي، چې د سیګار په رپوټ کې یادونه شوې ده.

د سیګار په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د دوی موندنې ښيي، په راتلونکي کې ملګري ملتونه ښايي ځکه لږ نغدې پیسې ولري چې احتمالاً د مرستندویانو له لوري به مرستې کمې شي او ورسره به د خیریه ادارو کارونه هم ټکني شي.