ملګري ملتونه: القاعده په افغانستان کې اته نوي تعلیمي مرکزونه جوړ کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو نوي راپور کې ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې ساتلي او د دغه راپور له مخې د القاعده لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې دي.

په دې راپور کې راغلي چې القاعده په افغانستان کې اته نوي تعلیمي مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې دي. راپور وایي چې القاعده په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو ډیپو هم لري.

خو، د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کښې د القاعدې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو ترمینځ د یو لړ اختلافاتو سبب شوې دي.

د امنیت شورا په راپور کې همداشان راغلي چې د القاعدې شبکې څه کم لس لوړ پوړي مشران چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري په افغانستان کې میشت دي. په عین حال کې راپور په ډاګه کوي چې په افغانستان کې میشت د القاعدې مشران د سترو بریدونو د پلان کولو او ترسره کولو توان نلري.

له امریکا سره د دوحې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي.

القاعده او تحریک طالبان پاکستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې حکیم المصري چې په افغانستان کې د القاعدې د غړیو څخه دی، د دغې ډلې د روزنیزو کمپونو او د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مسوول دی.

په راپور کې راغلي چې په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې القاعده پنځه مدرسې لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې راپور کې دا هم لیکل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې جګپوړي غړي او د هغوی کورنۍ په منظم ډول له افغان طالبانو څخه د مرستو بستې ترلاسه کوي. په راپور کې راغلي چې د پاکستان له تحریک طالبان سره د افغان طالبانو د یوځای کیدل په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو دي او د پاکستان د تحریک طالبان د څو بریدونو ملاتړ د افغانستان له دننه څخه شوی دی.

ددې رپوټ له مخې القاعده او د هند په لویه وچه کې د القاعدې مشرتابه هڅه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته روزنه او ایډیالوژیکي لارښونې او ملاتړ برابر کړي او د پاکستاني طالبانو سره په پاکستان کې د بریونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

همداشان ویل شوي چې القاعده د کابل په ګډون په هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې "امن کورونه" لري چې د ایران اسلامي جمهوريت ته ددې ډلې د غړو تګ راتګ اسانه کړي.

داعش په افغانستان کې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د فشار له امله د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې له کموالي سره سره، داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دی، چې په افغانستان کې یې هدفونه په ترتیب سره شیعه مذهبه، طالبان او ملکي وګړي دي.

طالبانو تل په افغانستان کې د داعش ګواښ کم اهمیته ګڼلی دی، که څه هم چې دې ډلې په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبانو په افغانستان واک ترلاسه کړی پدې هیواد کې د ډېرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، چې زیاتره شیعه مسلمانان په کې په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا موندنې ښيي چې په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په اړه د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلاف موجود دی.

په دغه راپور کې همداشان ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د هغو طالب جنګیالیو د جذبولو ستراتیژي غوره کړې چې د دغې ډلې له لیکو څخه ناهیلي شوي دي. سربیره پردې، داعش د بهرنیو جنګیالیو استخدام ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، پر القاعده او داعش سربېره نورې ډلې لکه د ترکستان اسلامي غورځنګ، د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد اتحاد او انصارالله ډلې په افغانستان کې فعالې دي، او طالبان له یوش میر دغو ډلو سره مالي مرستې کوي.