پاکستان کې د عمران خان ګوند یو لاریون کې په چاودنې کې څلور تنه وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پاکستان کې پولیس وایي د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې د بلوچستان په ولایت کې د مخکني صدراعظم عمران خان ګوند یو لاریون کې په چاودنې کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپي شویدي.

پولیسو ویلي چې دا چاودنه سه شنبه جنوري ۳۰مه (سلواغې ۱۰) د بلوچستان ولایت سبي سیمې کې شوې.

په سیمې کې د روغتیایي چارو مسؤلینو او پولیسو دا مرګ ژبله تائید کړې او ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړیو پدې لاریون کې د موټر سایکلو څخه کار اخیسته چې چاودنه پرې وشوه.

په روغتون کې ځینو سرچینو مطبوعاتو ته ویلي چې ګڼ شمیر کسان ښه کاري ټپي شوي او ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې پدې سیمې کې بلوڅ بیلتون غوښتونکو او نورو وسله والو د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم تائید کړې چې د بلوچستان په ولایت کې یې په پلویانو برید شوی.

دې ګوند ویلي چې د ملي اسامبلې یا ولسي جرګې لپاره یو کاندید یې د را روانو عمومي انتخاباتو څخه وړاندې دا لاریون ترتیب کړی و.

په پاکستان کې عمومي انتخابات د راتلونکې فبروري میاشتې په اتمې نیټې کیږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمومي ټاکنو په درشل کې تر ډیره له عامه صحنې څخه لیرې و. له ګوند څخه د هغه ټاکنیز نښان (بېټ) اخیستل شوی او ډیری کاندیدان یې مجبور شوي چې په انفرادي توګه ټاکنو ته ودریږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د پارلمان له منحل کېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې ټاکنې وشي. پارلمان پنځه میاشتې وړاندې په اګست کې منحل شوی و.

د ټاکنو کمیسیون په ۲۰۲۳ کې د نوې سرشمیرنې وروسته د ټاکنیزو حوزو د حدودو د بیا تنظیمولو دپاره وخت ته اړتیا ددې ځنډ لامل وبلله.

په پاکستان کې دا وخت سرپرست حکومت په واک کې دی چې د دغه هېواد د پوځ له خوا د منلو وړ ګڼل کیږي.